نظــر

د بهرنیو سریالونو خپرول که زموږ په کلتور مستقیم یرغل!؟

لیکنه: حامد حقمل

کله چې د طالبانو حکومت سکوت وکړ، او د امریکا تر پالیسۍ لاندې موقت حکومت رامنځ ته شو نو تقریبا له ۲۰۰۱ کال وروسته په هېواد کې سیاسي تحولات رامنځته شول، د نوی موقت دولت په جوړېدو سره په افغانستان کې په ګڼو برخو کې ګڼ شمېر پرمختګونه او بنسټیز بدلونونه رامنځته شول!

هغه ځکه نړیوالو په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې خورا ډیرې مرستې پیل کړې ، او خپلې تجربې یې ورسره شریکې کړې، خپل فرهنګپال کسان یې په تخنیکي بڼه د همکارۍ لپاره یاد هېواد ته را واستول او د دوی په همکارۍ افغانانو په مختلفو برخو کې ګڼ شمېر مختلف کارونه پیل کړ، چې له هغې برخې څخه یې یوه هم د رسنیو برخه وه.

د رسنیو دنده دا ده؛ چې خلکو ته پر خپل وخت تازه معلومات ورکول، تفریح برابرول ، ښوونه او روزنه ورکول دي.

نو په همدې موخه په لږ وخت کې د دوی د مرستو په اساس ګڼې چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ رامنځته شوې. او په لږ وخت کې یې خورا زیاتوالی وکړ ، خو د رسنیو په برخه کې هیڅ معیار شتون نه درلود او ډیر کم ظرفیت یې درلود او نه هم د ظرفیت جوړولو ته چې کوم چې وئ هسې پام ونه شو ، نو ځکه ډیرو رسنیو له تیارو فلمونو، سریالونو او نورې ګڼې خپرونې له کوم تفکیک، ارزونې او سانسور پرته خپرولې او دغو سریالونو په ښکاره او مسقیمه بڼه پردي پال چاپیر یال ته او بهرني چاپیریال ته، ژوند او کلتور ته کار پیل او نېغ په نېغه یې تبلیغاوه او لا یې هم تبلیغوي.

که چیرته د کوم هیواد لپاره سریال جوړېږي؛ نو اړینه ده چې د هغې ټولنې اړوند شته ټول اصول او فرهنګي دودیزه برخه، دین او مذهب ، نیمګړتیاوې او پرمختګونه په پام کې ونیسي؛ که چیرې د خپلې ټولنې لپاره داسې یوه ډرامه یا یو سریال جوړیږي چې په هغه کې د خپلې ټولنې اصول او کردارونه په پام کې نه وي نیول شوی؛، نو ټولنه بلې خوا ته بیایي او د ګټې پر ځای ټولنه له ګواښ او زیان سره مخ کوي.

زمونږ هېواد چې کله له جګړیز ډګر څخه راووت او نورمال حالت ته ورسېد؛ له هغه وروسته بیا د پرمختګ او ترقۍ لارې ته نوی داخل شوو؛ نو له بده مرغه باید ووایم؛ زمونږ د ټولنې وګړي لا هم پرې له د هغه وخته نه پوهېدل او لا هم پرې نه پوهېږي چې کوم ښه سریال دئ او کوم بد سریال دئ ، کوم سریال زموږ کلتور سره جوړ راځي او کوم نه راځي، کوم سریال زموږ پر مغزو ناوړه اغېز کوي او کوم مثبته اغېز کوي ، کوم سریال افراطیت خپروی او کوم افراطیت له منځه وړي ، کوم سریال خلکو ته د زده کړې په برخه کې سالمه روزنه ورکوي او کوم سریال خلکو ته د جنګ جګړو روزنه ورکوي.

زمونږ ډیریو رسنیو دې برخې ته هیڅ په بنسټیزه بڼه ونه کتل او لا هم نه ګوري او یا هم د ځینو پردیو هیوادونو په اشاره باندې او یا هم د ځینو شخصي عقدو له نظره افغاني رسنیو داسې څه خپاره کړل او لا یې هم خپروي چې له ګټې څخه یې زیان خورا ډیر تر سترګو کېږي.

دغه رسنۍ دا کار د څو لاملونو له مخې تر سره کوي، یو خو دا چې تیار، اسانه او ارزانه مواد را اخلي او خپروي یې، بله دا چې دوی ظرفیت نه لري تر څو وړ څه خپله ایجاد او خپاره کړي، او همدارنګه دوی له دې څخه د ځان په ګټه د مارکېټېنګ او یوازې د پیسو د ترلاسه کولو په خاطر د کتونکو د پیداکولو لپاره تر خپلې وسې پورې ګټه اخلي.

په افغاني رسنیو کې تر ډیره نه بلکې ټول هندي او ترکي سریالونه زیات خپرېږي. چې دغه سریالونه د کورنۍ پښتني ټولنې پر ژوند مستقیم او په ځانګړي توګه په مېرمنو، ځوانانو او ماشومانو داسې ناوړه او بدې اغېزې لري، چې له امله یې د دوی ژوند سخت له ناوړه ګواښ سره مخ کېږي او لا کېږي. ماشومان بې باورۍ او افراطیت ته هڅوي، ذهن یې د خپل کلتور څخه لرې او همدارنګه په ناوړه فکر روږدی کېږي، داسې احساس ورکوي، تر څو خپل پلارني دودونه ورته سپک او یو ډول بد تر نظر ور ولي!

نو د دې لپاره دا ښه ګڼم چې د رسنیو مسوولین دې برخې ته جدي پام وکړي! او په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په ټول کې حکومت دې د دغو سریالونو په اړه رسنیو ته اړینه او قانوني لارښوونه وکړي او که مخه یې ونه نیول شي، نو باور دی چې په ټولنه کې به د ځوانانو فکري نبوغ او انګېزه سخت له بدو، خیرنو څیزونو ډک شي!

نو بیا تکرار وم که چیرې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په بیا په ټول کې حکومت مخه ونه نیسي، باور وکړئ؛ چې زموږ د پښتني ټولنې هغه لرغونی او د اسلام څخه ډک کلتور به له تباهۍ او سخت بحران سره مخ کړي!
باید جدي او جدي لومړیتوب ورکړل شي تر څو زموږ د ټولنې پتمن وګړي له دغه شته کړاوه وژغورل شي.

حامد حقمل په هېوادنۍ مینه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

پدې کی خو شک نسته چه غلط سریالونه خصوصاً هندی او تر ډېره حده تُرکی سریالونه کوم د سالمی زده کړی ټکی نلری او حتی ځینی سریالونه پر فرهنګی او مذهبی روحیاتو بده اغېزه لری او حتی ځینی غربی سریالونه انسانی عاطفې ته سخته صدمه رسوی او خشونت اُروی خو خبره داده چه ددې کار مخنیوی د کابل د خړی دستګاه د قدرت څخه بهر دی.نن سبا انترنټ د هری بلا د راژوندی کېدو استعداد لری، بناً که دا غلط سریالونه له حکومتی چینلونو څخه خپاره هم نه شی، مینه وال ئې د انترنټ له لیاری لیدلای شی.په هر حال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x