افغانستان

د ولسي جرګې ټاکنې: د پنځو نورو ولایتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د تير په څېر دا ځل بيا د ولسی جرګې د پنځو نورو ولايتونو د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد نن ماښام د کونړ، سمنګان، سرپل، نورستان او ميدان وردګ ولايتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.

د نن ورځې په پايلو کې له کونړ څخه جاويد ساپی، شهزاده شاهد، نعمت الله کرياب او وږمه ساپۍ بريالي شوي دي.

همدا راز له سمنګان ولايت څخه ابدال الله محمدي، حيات الله سمنګاني، ضياء الدين ضياء او محبوبه رحمت، له سرپل ولايت څخه محمد اکبر سلطان زاده، اسدالله ايوبي، سيد محمد محسن شريفي، حميدالله بيک او عزيزالله جليس بريالي شوي دي، له نورستان ولايت څخه عبيدالله نورستاني او ډاکټر زاهد فيضان بريالي شوی دي او همدا راز له ميدان ودرګ ولايت څخه عبدالاحمد دراني، عبدالرحمن وردګ، محمد مهدي راسخ، حليمه عسکري او انجينر حميده اکبري د ولسي جرګې په لومړنيو پايلو کې بريالي شوي دي.

د يادونې وړ ده چې ټاکل شوې وه د کابل ولايت د ټاکنو لومړنۍ پايلي هم اعلان شي خو د ټاکنو کميسيون يو ځل بيا د پلازمينې کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x