
پښتون او نارتن وريئرز لوبډلو د ټي ټين ليګ پايلوبې ته لار وموندله
نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندۍ،۱۳۹۷ل): د لس اوريزو سياليو دويم پړاو پايلوبې ته د پښتونز او نارتن وريئرز لوبډلو خپلو سيال لوبډلو ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته لار وموندله.
پښتون لوبډلې د جدول لومړي نمبر نارتن وريئرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ووتله، خو په دې ماتې نارتن وريئرز لوبډله په ډيرو برياو د سياليو څخه بهر نه شوه او د مراټا عربينز پر وړاندې يې سيالۍ ترسره کړه.
په دغه سيالۍ کې مراټا لوبډلې توپوهونکي ناکام شول او په لسو اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۷۲ منډې هدف ټاکلی و.
په ځواب کې نارتن وريئرز لوبډلې ټاکلی هدف د نيکولسن پوران او لينل سيمنز په مرسته په پنځه اورونو کې پوره کړ او پښتون لوبډلې سره به پايلوبه کې مخامخ کيږي.
ننۍ هغه دوه لوبډلې چې ماتې يې وخوړه او له پلی آف سياليو څخه بهر شوې سبا د درېيم مقام لپاره سيالۍ کوي، همدا ډول د لس اويزو سیالو پايلوبه به هم ترسره شي.