نړۍ

اردوګان: د خاشقجي په اړه د بن سلمان دريځ د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان ويلي، چې هېواد به يې  تر هغو ډاډمن نشي، تر  څو د سعودي  حکومت د جمال خاشقجي وژونکي روښانه کړي او زياته کړې يې ده، چې دغه اعلان د سعودي حکومت لپاره هم ګټور دی.

اردوګان ټينګار کړی، چې ترکيه د سعودي واکمنې کورنۍ او سعودي حکومت ته د زيان رسولو هوډ نه لري او د خاشقجي د وژنې سپيناوی د سعودي په ګټه هم دی.

د ترکيې ولسمشر وايي، د خاشقجي د وژل کېدو په اړه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان هغه څرګندونې د منلو نه دي، چې د هېڅ سعودي چارواکو تورنېدل نه مني او نه هم د خاشقجي د وژل کېدو د وحشي پېښې منلو ته تيار دی.

د ارجنټاين په پلازمېنې بيونس ايرس کې ولسمشر اردوګان له خپل امريکايي سيال ډونلډ ټرمپ سره له ليدو ورورسته رسنيو ته وويل، چې د خاشقجي قضيې په اړه ورته د محمد سلمان دريځ د منلو نه دی او سعودي بايد د هغه د وژنې مسؤولين ترکيې  ته وسپاري.

هغه دا هم ويلي، چې د کاناډا لومړي وزير د خاشقجي د وژنې قضيه راپورته کړې، خو په مقابل کې يې د سعودي  ولي عهد د ځواب په اړه ډاډمن نه دی او دغه ډول څرګندونې ورته د منلو  نه دي.

د ترکيې  ولسمشر زياته کړې، چې د خاشقجي د وژنې له پيله يې په دې اړه څېړنې پيل کړي او دې پایلې ته رسېدلي، چې هغه د لوړپوړو سعودي چارواکو په امر وژل شوی او ترکيه به دغه قضيه په بشپړه توګه تر پایه ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x