افغانستان

غزني: د چاپې پر مهال ملکیانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): دولتي او امریکايي ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت په ناوه ولسوالي کې د چاپې پر مهال درانه مالي زیانونه اړولي دی، یو کس یې وژلی او ۷ نور مسافر یې له ځانه سره وړي دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې د تیرې شپې په چاپه کې ۷۰ موټر سایکلونه سوځول شوي او ۵۰ دوکانونه، موټرونه، د تیلو پمپ او شورمونه سوځېدلي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د ناوې ولسوالۍ په بازار کې د چاپې پر مهال ۶۰ شخصي وسایط سوځول شوي، د ولسوالۍ ودانۍ، د تیلو پمپ، د بازار جامع مسجد او ګن شمېر دوکانونه ویجاړ شوي.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه چاپه کې ۳ تنه ولسي خلک وژل شوي او پنځه یې چاپه مارانو له ځانه سره وړي دي.

بلخوا د دفاع وزارت پر خپل ټویټر اکاونټ د غزني د چاپو په اړه ویلي چې د ملي اردو کمانډو ځواکونو د ده یک، ګیرو او اندړو ولسوالیو کې ۳۵ تنه «ترهګر» وژلي دي او ۱۷ تنه یې نور ټپيان کړي دي.

دوی د ناوې ولسوالۍ د ملکي تلفاتو او عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو، ملکيانو او دولتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو کره شمېره تر لاسه کول ستونزمن دي، په ځانګړي ډول د ښکېلو اړخونو تلفات ځکه هم نه مالومیږي چې دواړه اړخونه یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا او خپلو تلفاتو پټولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x