نړۍ

یمن: دپولیسو دډزو په نتیجه کي ۴۰۹کسه ژوبل شویدي

yeman_protesters_killedنن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۴) یمن: ډاکټران وایی پولیسو دلاریونکونکو په وړاندي له اوښکي بهونکي ګاز اوله مخامه ډزو څخه کار اخیستی دي، نن سهاروختي په زرګونو مظاهره کونکو غوښتل چي سره سمندرګي ته څیرمه دالحدیده په ښارکي دولسمشر ماڼي محاصره کړي، خو دپولیسو له لوري څخه یی  لار ډبه شوه، پولیسو پرلاریون کونکو باندي مخامخ ډزي پیل کړي، اوښکي بهونکي مرمي یی باندي وویشتلي، چی دډزو په  نتیجه کي ۴۰۹ کسه مظاهره کونکي ژوبل شویدي.

تیره ورځ دیمن دپلازمیني سویلي لورته دتعز په ښارکي دشپي په نیمایی کی لاریون کونکو دمظاهرو په ترتیبولو لاس پوري کړ، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی وروسته په زرګونو خلګو په مظاهرو کي ګډون وکړ،ترڅو دښارپرامنیتي کسانو زور راولي چي سیمه پریږدي، خو وروسته دپولیسو له سخت مقاومت سره مخ شول، پولیسو پرلاریون کونکو بی دریغه ډزي وکړي، په ښارکي ډاکټران وایی چي روغتونونوته تراوسه پوري دوه مړي اوپه سلګونو ټپیان راوړل شویدي.
دتیرومیاشتو دټونس اومصر هیوادونو له ولسي پاڅونه څخه وروسته، دیمن ولس هم په پراخو لاریونونو او مظاهرو لاس پوري کړ اود علي عبدالله صالح واک یی له ګواښ سره مخ کړ، خو علي تیره اوني په څرګنده وویل، دیمن دحکومت په خلاف ولسي ناروا پاڅون به  زما واک له ګواښ سره مخ نکړي، اوډیرژربه پاڅون کونکي له ماتي سره مخ شی اوزه به هیڅکله له واکه لاس په سرنشم.
له بله لوري دتعز په ښارکي ډاکټرانو خبرورکړیدي چي دتیري ورځي په مظاهروکي دژوبل شوو کسانو شمیره ۴۰۹ نه بلکه ۷۵۰ کسه ژوبل شوی وه چي اوس هم په روغتونونو کي تردرمنلي لاندي دي، له بله لوری علي عبد الله صالح دتعز په ښارکي پرلاریون کونکو ږغ کړیدي چي ښارکي دي ګډوډي اوافراتفري نه خوره وي دولسي شتمنیو له لوټ اوتالان څخه دي لاس واخلي، دښار په ځیني فوځي قطعاتو کیدي لاس وهنه نه کوي، نوموړي دتعز په ښارکي خپل نماینده ته زیاته کړه چي سر له نن څخه دي دمظاهره کونکو په وړاندي  سخت عکس العمل وښودل شي، نوموړي زیاته کړه مونږ داصلاحاتو او بدلون پلویان یو لیکن دتشدد له لاري به دڅو خلګو وناپاکه ارادو ته سرټیټ نکړو
بخت الرحمن بخت ……………….. نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x