اربکی قومندان، نوید

قومندان نويدک د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په تخار ولايت کې له تیرو څو ورځو راهيسې د خپلسرو وسله والو قومندان نويدک چې د امنيتي ځواکونو له لوري محاصره شوی و تیره شپه نیول شوی دی.

قومندان نويدک له څو ورځو راهيسې د تالقان په يو شخصي روغتون کې له څو تنو وسله والو سره د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوی و.

د تخار سرپرست امنيه قومندان جنرال عبدالرشيد رشيد رسنيو ته ويلي چې قومندان نويدک تیره شپه شاوخوا دولس بجې له شپږو ساتونکو سره يو ځای چې په يو شخصي روغتون کې کلابند و، ونيول شو.

رشيد وايي چې نويدک يې له خپلو شپږو وسله والو سره یوځای د کندوز د امنيت آمریت ته تسليم کړل او هغوی کندوز ته انتقال کړل.

قومندان نويدک د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د سلګونو خپلسرو وسله والو مشري کوي او له کندوز سربېره په تخار او شاوخوا سيمو کې هم خپلسري فعاليتونه کوي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې خپلسرې وسله والې ډلې فعالیت کوي چې د ولسي خلکو ژوند يې له ګواښونو سره مخ کړی دی او دا ډلې په سیمه کې په قاچاق، غلا، قتل او انسان تښتونو کې لاس لري خو حکومت يې په مهارولو کې پاتې راغلی.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې خپلسري وسله وال د حکومت په داخل کې د لوړ پوړو چارواکو ملاتړ له ځان سره لري چې وخت په وخت ورڅخه دفاع کوي.

تیره اوونۍ هم په کابل کې د هزاره قوم د خپلسرو وسله والو قومندان علي پور هم ونيول شو چې يوه ورځ وروسته د اشرف غني د دوهم مرستيال سرور دانش له لوري خوشې کړل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د