نړۍ

بحرین: د امریکا د سمندري ځواکونو قومندان مړی موندل شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو مشر قومندان «سکوت سټیرني» په خپل استوګنځي کې مړی موندل شوی دی.

په پنتاګان کې د سمندري ځواکونو مشر جنرال جون ریچرډسن په یوه ویډیويي پيغام کې دغه خبر ورکړی او ویلي دي چې په منځني ختیځ کې د سمندري ځواکونو قومندان او د امریکې د پنځم سمندري ځواک مسؤول قومندان په خپل استوګنځي کې مړی موندل شوی دی.

نوموړي د هغه د مرګ وجه نه ده بیان کړې، خو زیاته یې کړه چې د امریکايي جنرال د وژنې علت جګړه یا بل خشونت هم نه دی. او په اړه یې د بحریني چارواکو په ګډون څېړني رواني دي.

امریکا د نوموړي پر ځای سمدستي د هغه مرستیال مشر ټاکلی دی.

د وژل شوي امریکايي قومندان تر قوماندې لاندي ۲۰ زره کسانو کار کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x