نړۍ

د اردن شهزاده: پر افغان ښځینه لوبغاړو د جنسي تیري په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د اردن شهزاده «علي الحسین» چې د خپل هیواد د فټبال فیډریشن مشر او د لویدیځ اسیا د هیوادونو د اتحادیې مشر هم دی، د افغان ښځینه لوبغاړو د وروستیو ادعاو په اړه یې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي وویل که چیري پر افغان ښځینه لوبغاړو باندي رشتیا هم جنسي تیری شوی وي، نو دې ته باید مونږ ډیر قوي جواب ووایو.

علي وویل چې فیفا، د افغانستان د لوبډلې سپانسر شرکت او د افغانستان د فټبال فیډریشن باید په دې اړه جدي پلټنې وکړي او بلا تاخیره هر څه روښانه کړي.

نوموړي دغه خبرې وروسته تر هغه کړې چې په دې وروستیو کې برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ یو راپور نشر کړ چې په کښي افغان ښځینه لوبغاړو، پخوانۍ مشرې او روزونکي ادعا کړې وه چې د افغانستان د فټبال فیډریشن نارینه چارواکې د ښځینه لوبغاړو سره جنسي اړیکې پالي.
دوی په ځانګړي ډول د اردن په هیواد کې د یوه تمریني سفر یادونه کړې وه چیري چې به نارینه چارواکو په زور د ښځینه لوبغاړو سره یو ځای شپې کولې.

که څه هم دا تورونه د افغانستان د فټبال فیډریشن د چارواکو له لوري رد شوي خو د فیفا له لوري يې په اړه تحقیقات پيل شوي او هغوی اندېښنه څرګنده کړې چې په دغه اداره کې د قرباني شویو ښځینه لوبغاړو ژوند ته خطر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x