غزني؛ طالبانو ده‌یک کې درې امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو تېره شپه چاپه ووهله، چې د ملکي تلفاتو اړولو تر څنګ يې د طالبانو توند غبرګون هم لیدلی دی.

د طالبانو خپره کړې خبرپاڼه لیکي، په دې شپنیو عملیاتو کې يې درې امریکايي عسکر او اوه تنه دولتي کمانډو عسکر مخامخ وژلي دي.

له یادو تلفاتو وروسته پر سیمې توندې بمبارۍ زور اخیستی، چې پکې پنځه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي بمباریو کې څلور مسجدونه او پنځه کورونه بشپړ نړېدلي دي.

دلته مېشتو بهرنیانو لا هم د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره اوونۍ يې هم په غزني کې د خپلو اوو عسکرو مرګ‌ژوبله ومنله.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د خبرپاڼې له مخې ومنله، چې د طالبانو پر ماین يې ټانګ برابر، درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې دی چې د ده‌یک تر څنګ ناوه ولسوالۍ کې هم شپنیو عملیاتو ملکي وګړو ته درانه تلفاتو اړولي دي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې ناوه ولسوالۍ کې د تیرې شپې په چاپه کې ۷۰ موټر سایکلونه سوځول شوي او ۵۰ دوکانونه، موټرونه، د تیلو پمپ او شورمونه سوځېدلي دي.

تر دې وړاندې د دې ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې هم هوايي بریدونو ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

وړمه ورځ د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم ومنله، چې په غزني کې يې هوايي بریدونه کړي خو دعوه یې وکړه چې یوه میاشت کې يې «څلور سوه طالبان وژلي دي.»

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د