د ګډ حکومت مشران

ولسي جرګه: حکومت د خبرو اترو د پر مخ وړلو «هوډ» نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې د ارګ له لوري د سولې په نوم د مشورتي بورډ پر جوړولو نیوکې کړې او حکومت يې تورن کړی، چې د سولې لپاره اراده نه لري.

د ولسي جرګې په تېره غونډه کې پر همدې موضوع خبرې اوږدې شوې او د جرګې غړو وویل، د اشرف غني له لوري جوړ شوی بورډ دا ظرفیت نه لري چې له طالبانو سره مخامخ کېني.

د دې بورډ مشر د اشرف غني د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي او غړي يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ، د لوړو زدکړو وزارت مرستیال عبدالتواب بالاکرزی، د پوهنې وزارت سرپرست محمد میرویس بلخي، د کډوالو چارو وزارت مرستیاله ډاکټر عالمه، د ملي امنیت عمومي ریاست مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو رییس توریالی غیاثي، د علماوو شورا غړی عطاالله لودین، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب او د پکتیا والي شمیم کټوازی دي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي، د حکومت فعالیت ته چې کتل کېږي، داسې ښکاري چې د سولې د روانو خبرو اترو د پر مخ وړلو لپاره نه هوډ لري او نه هم کوم انګېزه.

هغه د جوړ شوي پلاوي په اړه، چې غني يې د «خبرو اترو پلاوی» بولي، وویل چې نوي سلنه غړي يې نه ټولنیز نفوذ، نه واک او نه هم تجربه لري، د مهدوي په خبره دوی دا وړتیا نه لري چې له طالب سره مخامخ کېني.

که څه هم طالبانو تکراري ویلي چې د قضيې مقابل اړخ بهرنيان دي، خو غني هم هڅه کوي د امریکا او طالبانو په مخامخ خبرو کې ځان ګوښی احساس نه کړي او د دخالت زورونه وهي.

د ولسي جرګې بلې غړې نفیسې عظیمي وویل، د سولې د خبرو اترو په پلمه حد اقل باید داسې کسان ګمارل شوي واي، چې عمر يې د افغانستان له سیاست سره مطابقت درلودلی.

تېره اوونۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار او د غني نږدې شریک حنیف اتمر هم وویل، چې غني د دې بورډ د جوړولو لپاره نه مشوره کړې، نه اجماع او نه هم د بورډ ترکیب چاته د منلو دی.

تېره اوونۍ ژینو غونډه کې ډاکټر غني د دې بورډ اعلان وکړ او د سولې په اړه يې څرګندونې وکړې، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پرې غږ وکړ، او دا چارې يې د هغه تر سويې پورته یادې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د