افغانستان

بلخ؛ د کشنده د اربکیانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بلخ چارواکي وايي په کشنده ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان او د هغه شپږ ملګري د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، تېره شپه طالبانو د کشنده په قربای کلي کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ، چې قومندان او د هغه شپږ ملګري يې ووژل.

هغه وویل، چې د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري، خو ويې ویل چې د ولید۲۵ په نوم عملیات يې په دې ولایت کې روان ساتلي دي.

طالبانو د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي، سرتېرو يې دې برید کې د یادې ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان مخدوم خبیر او د هغه شپږ اربکیان يې وژلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دې جګړه کې يې پنځه نور اربکیان ټپيان کړي او ځینې وسایط د دوی سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close