
سیاسي ګوندونه: د ټاکنو کمیسیون مدیریت حکومت پر مخ وړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سیاسي ګوندونو یو ګډ ائتلاف چې دوی يې «لوی ملي ائتلاف» بولي وايي د ټاکنو کمیسیون هیڅ خپلواکي نه لري، چارې يې حکومت پر مخ وړي او حکومت او کمیسیون د یوې سکې دوه مخونه دي.
د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا له رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې د کمیسیون چارې د حکومت له لوري پر مخ وړل کېږي او ګام پر ګام د هغوی طرحې پر مخ وړي.
اوریا زیاته کړې: «اصلاً کمیسیون هغه څه پر مخ وړي چې د حکومت غوښتنه ده او ګام پر ګام د حکومت پلانونه عملي کوي. »
هغه دا هم وویل چې د ټاکنو کمیسیون له لوري د لومړنیو پایلو تدریجي اعلان د کمزوري مدیریت ښکارندوی او د «دروغو د رښتیا کولو» هڅې دي.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون تازه د پنځو نورو ولایتونو پایلې اعلان کړې، چې له دې سره د ۱۸ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.
وړاندې تر دې د سیاسي ګوندونو دې ائتلاف ویلي و، که د ولسي جرګې ټاکنو کې کمیسیون بریالی را ونه وځي، نو دوی به پر ولسمشریزو ټاکنو کې باور پرې ونه کړي.
د ټاکنو کمیسیون ویلي، د روانې اوونۍ تر پایه به د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.