افغانستان

اشرف غني د بوش د پلار پر مړینه خواشينی شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت یو مشر امحمد اشرف غني د جورج ډبلیو بوش د پلار جورج ډبلیو ایچ بوش پر مړینه خواشیني ښوودلې ده.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې نه یوازې اشرف غني خپل ځان بلکې «ملت» هم له امریکا او د بوش له کورنۍ سره په غم کې شریک بللی دی.

جورج ډبلیو ایچ بوش چې د امریکا ۴۱م ولسمشر و، د تېرې جمعې پر ماښام د ۹۴ کلونو په عمر مړ شو.

زوی يې جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان یرغل وکړ، چې لا هم روان دی، چې د یرغل په اوږدو کې يې اشرف غني د جوړ کړي حکومت دویم مشر دی.

بهرنیو ځواکونو یوازې په تېرو لسو میاشتو کې يې د دوی د معلوماتو پر بنسټ نږدې ۶زره بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.

اشرف غني د دې پراخې بمبارۍ، شپنیو عملیاتو او ملکي تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا کومه عجیبه خبره نده. که چیری هغه کسان چی تاسو سره کمک کوی او مړه شی بیا نو تاسی ورپسی نه خفه کیږی نه؟

سیلاب

لونګ صاحب ! ستاسی خبره سمه ده ، بریژنیف هم زمونږ د ځینو سره زمونږ د وژلو او استثمارولو د پاره لاس اړونه لرله کله چه مړ شو هغه نیازبینه چه د روسانو د مالی پیرزونو لاندی وو خوابدی وو نه یواځی د روبل بهیر بند بلکه له اقتدار او د مظلوم اولس له وینو چښلو ولویدل . له روسانو دمخه انګریزانو سره هم یو شمیر بی ضمیرو زمونږ د مظلوم اولس په استثمارولو او غلامولو کی ملتیا لرله د میکناټن په مرګ خوابدی وو او نن د امریکا او ناتو سره یو شمیر بی ضمیره او بی هویته ملتیا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x