د کرکټ له برکته پښتو ژبه

ماهر احسان زی

د پښتو د ودې او بډاینې لپاره هره شوې هڅه ، دومره د قدر وړ ده چې په ځلونو ستائیل شوې ده.

له سلطان محمود غزنوي رانیولې چې په دوره کې يې د پښتو ژبې توري رامنځ ته شول او یا ورته کار وشو تر امان الله خان پورې ، چې په ۱۳۰۱ هــ ش کال کې يې په امر مولوي عبدالواسع ( مرکه د پښتو ) یو مرکز جوړ کړ او بیا راروسته او یا مخکې چې هر چا دې ژبې ته کار کړی دی ، دلته قدردانې شوې ده .

ژبې ته همدا خورې ورې هڅې وي ، چې نن يې په بله دنیا ( دلته مې له بلې دنیا همدغه کرکټ او د کرکټ ځایونه موخه ده ) هم اورو .

ملګري به وايې چې دا ژبه ولې د څو نفرو په لاس کې ده او دا لوی قوم او د ژبې مخينه څه شوه ؟

زما موخه دلته د ژبې تاریخ نه د ژبې په پرمختګ کې هغه توکي دي ، چې ژبه ورسره غوړیږ ي.

ژبه چې د زده کولو له مخې د ټولنې له اغیزه خوندي نه ده ؛ همداسې يې پرمخیون هم په ټولنې پورې تړلی دی.

مونږد پښتو ادبیاتو په فولکلوریکه یا ولسي برخه ولې نازیږو ؟

د همدې لپاره چې په پښتو ادبیاتو کې ځينو ځېلونو ( ژانرونو ) لکه لنډۍ ، کاکړۍ … تر نورو ادبیاتو مخکې کړي یو ؛ نو د لیکلو ادبیاتو د پنځ لپاره يې هم راته زمینه برابره کړې ده .

په لنډيو کې وايو چې :

که ناز کوم راسره ښايې
یو ښایسته یم ، بل له لویه کوره یمه

دلته د همدې ټپې څو برخې چې د ژبې له ودې سره مرسته کوي وړاندې کوو.

۱ـــ دې ټپې ، لیکلو ادبیاتو ته لاره وکړه چې پر بیت واوښته :

دا جنۍ به ولې د اسما ن پر ژۍ قدم نه ږدې
یو چې ښایسته ده او بل خور د زورورو ده
اقبال شاکر

د اسمان ژۍ دلته یو ښکلي شاعرانه ترکیب ( دلته د شعر پرترکیب او یا دا چې ووایو کوم ډول ترکیب دی اود تشبه په کومې کورنۍ پورې تړلی د موضوع د اطناب له کبله بحث نه کوو) دی چې مراد يې کبر ، غرور ، بې پروايې ، ناز او که ووایو پرځان باور دی څومره پر زړونوچنګ لګوي .

همدا بیت د هغو خلکو لپاره چې د یار یا خپلې محبوبې یو سلام هم ورته ډېر څه ښکاري ، څومره قناعت ورکونکی بیت دی !

فکر وکړئ !

یو عاشق درته زړه خوري چې زه مې د خپلې محبوبې یا مینې لپاره دا کوم ، هغه کوم او هغه پرما تش سلا م هم نه کوي ، خو که دا بیت ورته وویل شي لکه پر اور چې اوبه واړوې او هغه به خپله د جلال امرخېل دا بیت درته ووايې :

ته ووایه چې ښه مې کول ښه چې نه راتلم
مزه نه کړي پر خوله د زورورو بهانه

بله خبره په بیت کې پردې ټولنه د مسلط ناسم دود ده هغوی چې پیسې ( پر ښایسته کلمې خبرې کوو) لري ، طبعآ پاک به ګرځي او دلته چې ادبیاتو له یوه نا سم دود څخه پرده پورته کړې ده ، چې مالدار خلک او یا که ويې سپړو هغوی چې پر نسبونو ، کورنیو او شتو نازېږي.

څومره ځان له ټولنې لرې احساسوي ؛ ان تر دې چې پر ټولنې يې دا منلې چې دوی سره همداسې ښیي او باید څوک دا اعتراض ونکړي ، چې څنګه يې راسره راشه درشه کمه ده .

صاحب شاه صابر وايې :
د خانانو به څه وايو چې خانان دي
ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي

په بیت کې راغلې درییمه خبره د ټولنې بله نادوده راسپړي او زمونږ طبقاتي ژوند ته اشاره کوي .

دې ټولنه کې لا هم هغه خلک مخکې دي ، چې سړي ولري لکه په نارو کې اورو :

که اسرې دې ربه تاته مې اسرې دي
سړي نشته کوټې ډکې له وسلې دي
په ولسې ادبیاتو د همدې ټپې نور اړخونه ( تاریخي ، مذهبي او کلتوري ) هم راتللی شي خو خبره مې ددې کوله ، چې د ژبې په غوړیدو کې ادبیات لویه برخه اخلي .
دا ادبیات یوازې په شعر او نثر پورې نه شو تړلی ( هره بلیغه او فصیحه وینا او لیک په ادبیاتو کې راځي ، چې د معاني له زاويې ورته وګورو ) .

کرکټ چې افغانستان کې رسنیز شو نو روسره هممهاله د پښتو ژبې ویونکو په دې لوبه کې پر کاریدونکو اصطلاګانو هم فکر وکړ او امپیر ، کپتان ، فیلډر په خپل شکل پاتې نشو .

دلته لوبڅار پيدا شو ، لوبډلمشر مروج شو او ډګر ساتونکی وستائیل شو ، چې دا د ژبې لپاره مهمه خبره ده .
که د چا دلیل دا وي ، چې دا خو نو د ژبې کلمې دي ، وده يې په کې ده ؟

باید د کرکټ لوبې وڅاري چې د ښې لوبې پرمهال نړیوال تبصره کوونکی ( استرالیايې لوبغاړی او اوسنی مبصر دین جونز چې دلته شپږیږې سیالیو ته راغلی وو نو له دې او نورو ډېرو اصطلاحګانو سره بلد شو ) د پرله پسې شپږیزو پرمهال ناڅاپه وايې شپږیزه !

همدا د شپږیزې کلمه به څومره د نورو ژبو ویونکي اوريدلې وي او که د تکریر سره مخ شي نو ډېر به يې یاده هم کړي .

د ژبې لپاره یو ګټه دا شوه چې د نورو ژبو ویونکو زمونږ اصطلاحګانې یادې کړي .

بله ګټه يې کرکټ ته د ځانګړو شعرونو لیکل دي ، چې اوس مهال يې د شعرونو شمېر په سلګونو هم اوړي .

دا تر هغوی هم مهمه خبره ده ، چې ادب مو له کلیشه يې مضمونونو را وځي او نوي مفهومونه په کې ځای نیسي .

د کرکټ له راتګ سره چې رسنیو يې سیالۍ خپرولې ، څومره شعرونه ورته ولیکل شول .مثلا :

ملي لوبه شوه کرکټ بری يې راوړ
خلکو وخندل کټ کټ بری يې راوړ

که نوروز منګل ددې لوبې کپتان دی
تاج ملوک يې دی بنسټ بري يې راوړ

کریم منډو جوړولو کې کامیاب شو
حمید واخیسته ویکټ بری يې راوړ

عزت الله ځواب
یا :
یو ځلې اوازه شوه له تورخمه تر کابله
چې مونږه وګټله
نړۍ کې مو ښکاره شوه د کرکټ ملي لوبډله
چې مونږه وګټله
یو ځلې اوازه شوه
پر ټول وطن خپره شوه
د زنده باد ناره شوه
هر چا به د خوښۍ غیږه یو بل ته ورکوله
چې مونږه وګټله

حفیظ الله کامه وال
همداسې ترپایه پورې .

بله برخه د تلمیح ده ، چې زمونږ ادبیاتو کې که اسلامي برخه يې را ونیسو نو د موسی ، ابراهیم ، عیسی او … دي .

هغه لاس یدبیضا نه هم بهتر دی
چې پرې وچې کاندې اوښکې د یتیم
حمید بابا

دغه راز په تلمیحي ادبیاتو کې موسی خان او ګل مکۍ ، مجنون ، منصور او نور یا په تاریخي برخه کې ملاله ، ایوب خان هغه نومونه دي ، چې نور يې د تلمیح خوند او هنري ارزښت ختم شوی دی .

اوس به زمونږ ځوان ادیبان راته د راشدخان توپونه ، د شهزاد محمدي شپږیزې او … نور هغه فکتورنه وړاندې کوي ، چې زمونږ لپاره يې خوښي راوړي وي .

ادبیاتو ته ددی نوې موضوع راتګ به نوې تلمیح وي چې دلته هم د ژبې سره د نویو توکو اوموادو د پيدايښت له مخې ژبه وده کوي .

ژبې ته د کرکټ ددې ښيګړو سربېره دا هم بس ده ، چې بیرغ مو پرنړۍ رپیږي او په ویشتنځای کې د خپلو لوبغاړو غږونه اورو او دا يې لا بله خوشالي ، چې په نړیوالو لوبو او رسنیو کې مو لکه د مجیب ځدران لوبغاړي په پښتو خبرې کوي .

که ژبې ته د هر بهرني مورفیم په ا ړه زمونږ ژبپوهان داسې وار له مخکې چمتوالی ونیسي او په خپله ژبه کې ورته نوي او معادلې کلمې جوړې کړي لرې نه ده ، چې له پورویونو به داسې خلاص شو ، چې بیا به راته د ( خان ) غوندې پردۍ کلمه خپله نه ښکاري .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د