افغانستان

افغانستان کې تيره مياشت نژدې ۲۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): افغانستان کې د تير نومبر په مياشت کې جګړو، چاودنو او بريدونو کې نژدې ۲۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پژواک خبري اژانس د خپلو ورځنيو خبرونو په بنسټ په يو راپور راغلي چې د نومبر مياشت کې په ټول افغانستان کې ۱۹۸۲ تنه وژل شوي او ټپيان دي چې په کې دولتي ځواکونه، طالبان او ولسي وګړي شامل دي.

راپور کې راغلي چې که څه د نومبر مياشت کې د اکتوبر د مياشتې په نسبت په بريدونو کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی و او ټول ۱۴۴ بريدونه شوي دي چې دا شمير د اکتوبر په مياشت کې ۳۷۹ وه، خو بيا هم په افغانستان کې هيڅ ورځ بې مرګ ژوبلې نه ده تيره شوې.

راپور زياتوي چې د تيرې يوې مياشتې په اوږدو کې ۱۲۶۲ تنه په نښتو، چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي او ۷۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د نومبر په مياشت کې تر ټولو زيات بريدونه په غزني، فارياب او کابل کې ترسره شوي دي او نور په نورو ۲۵ ولايتونو کې ترسره شوي دي خو ددې سربيره، باميان، سرپل، پنجشير او زابل هغه ولايتونه ښودل شوي دي چې کومه امنيتي پيښه په کې نه ده رامنځته شوې.

تيره مياشت په کابل کې د ميلادالنبي صلی الله عليه وسلم په غونډه کې چاودنې چې ۵۵ تنه ملکي وګړي په کې ووژل شول او ۹۴ نور ټپيان شول د تيرې مياشتې تر ټولو خونړۍ پيښه بلل شوې ده.

که څه هم پژواک خبري اژانس د خپلو خبريالانو او سرچينو په حواله دا راپور برابر کړی دی خو په دې وروستيو کې په کليوالو سيمو هوايي بريدونه او چاپې چې تر بل هر وخت زيات شوي دي د ګڼ شمير ولسي وګړو ژوند يې اخيستی دی او تيره مياشت هم د افغانستان په بيلابيلو ولایتونو کې په هوايي بريدونو کې سلګونو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تيره اوونۍ په هملند ولايت کې هم د ولسي وګړو په کورونو د هوايي بريد له امله ۲۳ تنه ولسي وګړي چې زيات يې ښځې او ماشومان وو ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ د امريکا د دفاع وزارت په يو راپور کې راغلي وو چې په افغانستان کې يې په تيرو لسو مياشتو کې د ايف شپاړس، بي دوه پنځوس او اي سي او توغندي ويشتونکي جنګي الوتکو په واسطه د افغانستان په خاوره شپږ زره بمونه غورځولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x