ارشیف

پکتيا: ګډو ځواکونو د يو ديني عالم په ګډون ۵ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د يو ديني عالم عبدالرحيم په ګډون څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د بدري بازار اوسيدونکي وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو لومړی د بدري بازار دوکانونه او یو هوټل  لومړی چور کړل او له هغې وروسته يې ورته اور واچاوه او بيا يې د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې چې په نتيجه کې يې د يو ديني عالم په ګډون ۵ تنه ووژل.

د سيميې اوسېدونکو نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې په دې وژل شويو کې درې تنه نور يې د يوې کورنۍ دي.

سرچينه زياتوي چې په وژل شويو کې يې درې تنه د عيد محمد په نامه د سيمې د اوسېدونکي د کورنۍ وو چې دوه يې زامن او يو يې وراره وو.

د پکتيا ولايت دولتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې په ولسي وګړو هوايي بريدونه او د ګډو ځواکونو چاپې زياتې شوي دی چې له امله يې د ولسي وګړو تلفات زيات شوي دي او ډيری خلک د سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د