پنټاګون جګړه ختمول غواړي، خو طالبان باید «همکاري» وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې په ټول توان سره د جګړې ختمول غواړي، خو په وینا يې سوله راوستل یوازې د دوی کار نه دی، بلکې طالبان هم باید همکاري وکړي.

د پنټاګون وزیر جیمز مټیس تېره ورځ «د امریکا د مرکزي دفاعيي فورم» ته په خبرو کې وویل، امریکا هڅه کوي چې سیاسي خبرې اترې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د ځواکونو پر ژر ایستلو مو لا پرېکړه نه ده کړې.

مټيس دعوه وکړه چې امریکا او ملګري يې په افغانستان کې له «شلو ډلو» سره پر جګړه بوخت دي او له اوولس کاله جګړې وروسته لا هم یادونه کوي چې باید دغه «ډلې» ماتې کړې.

که څه هم هغه د څو ډلو یادونه کوي، خو د خبرو په بله برخه کې څرګندوي چې سوله یوازې د امریکا کار نه دی، بلکې طالبان هم باید همکاري وکړي.

د امریکا دفاع وزیر پر ملګرو ملتونو هم غږ وکړ، چې د سولې او ثبات په برخه کې مرسته ونه سپموي.

جیمز مټیس وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې دوه ورځې وړاندې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چاو وزارت سلاکارې الیس ویلز وویل، امریکا د سولې لپاره بېړه لري.

تر هغې وړاندې د سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و، چې امریکا تمه لري چې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې دی، چې یوازې په تېره اوونۍ کې د امریکايي ځواکونو د معلوماتو پر بنسټ څلو امریکايي عکسر وژل شوي، چې د دوی په وینا په روان کال کې يې د وژل شویو عسکرو شمېر ۱۳ تنو ته ورسید.

طالبانو تېره شپه هم د غزني په ده‌یک کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسی ښکاري لکه په امريکا کې چي سمه ګډوډی روانه وي، د افغانستان جګړی سربداله کړيدي .
ميټسه ؛ لدی هيواده به داسي په شرمو او مړو سترګوځغلی لکه رټلې سپيان. انشاءالله

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا چارواکی هم د کابل د غلامانو په شان غلامان چارواکی دی هغه وایی او هغه کوی چه د نظم نوین جهانی له خوا ورته پلان شوی او د کولو دستور او قومانده ورکړی شوی، هغوی ته مهمه نه ده چه اروپایان او امریکایان او که افغانان وژل کیږی څه چه هغوی ته مهم دی د هغوی د نړیوال حکومت د څو پیړو او ږدمهاله پروژه ده امریکایی او اروپایی غریب عسکر او د افغانستان غریب عسکر هم د دوی د اوږد مهالی پروژی د پاره د سوخت مواد دی که دوی مړه شی د دوی بجی او د… نور لوستل »

سیلاب
میلمه
سیلاب

جګړه مطلق ډول ګټونکی او بایلونکی نه لری، افغانستان کابو څلور لسیزی په جګړه کې وسوځیده او ډیر افغانان شهیدان شول، ښخې کونډې شوی، ماشومان یتیمان شول، میندی بوری شوی.
نو دا بهتره خبره ده چې افغانان سره کینی او سوله وکړی او پردی ټوپک له اوږو ښکته کړي. که طالبان او افغان حکومت سوله وکړی نو امریکا ته اړتیا نشته چی افغانستان کی پاتی شی.
د یو ابرومنده سولی په هیله

غمی پشتین
میلمه
غمی پشتین

###############

اداره: هیله ده په یوه نامه تبصرې وکړئ. مننه