افغانستان

فارياب: پنځه پوستې سقوط شوي او ۲۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولايت په اندخوی، قرغان او قرمقول ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو له امله پنځه پوستې سقوط شوي او ۲۲ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب امنيتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه ددې ولايت په اندخوی، قرغان او قرمقول ولسواليو کې د طالبانو په بريدونو کې پنځو پوستو سقوط کړی، شپږ عسکر وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

دې سرچينې ويلي دي چې په اندخوی ولسوالۍ کې که څه هم ځانګړو امنيتي ځواکونو شپږ ټانګونه او پرمختللې وسلې درلودې خو بيا هم د طالبانو د بریدونو له امله شاتګ ته اړ شول چې همدې شاتګ د نورو سرتيرو په مورال هم اغيز وکړ.

بل لور ته د اندخوی ولسوال سلطان سنجر وايي چې په دې ولسوالۍ کې دريېو پوستو سقوط کړی او درې امنيتي سرتيري وژل شوي دي، شپږ ټپيان او درې نادرکه دي.

د فارياب د قرغان ولسوال ډاکټر محمد ابراهيم تينمس هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په لاس د پوستې سقوط تائيد کړ او ويې ويل چې په دې بريد کې دوه امنيتي سرتيري او يو ولسي پاڅون کوونکی وژل شوی او يو شمير نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي هم ويلي دي چې تيره شپه يې د ځانګړې سرې قطعې سرتيرو په قرغان، قرمقول او اندخوی ولسواليو په بيلابيلو سيمو کې په امنيتي پوستو بریدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې درې قرارګاوې او اته پوستې نيولي او ۲۱ تنه اربکيان او پوليس يې وژلي او يو هاليکس موټر او يو شمیر سپکې او درنې وسلې یې نيولي دي.

طالبانو ويلي دي چې په دې جګړه کې يو طالب هم وژل شوی او د ۱۱ تنو دولتي عسکرو مړي لاهم د جګړې په ډګر کې پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیلاب

عسکر هم افغانان دی، ددې خاوری بچی دی او د افغانستان حاکمیت او عزت ساتنه کوي، نو په کار دی طالبان هم وینه تویونه بس کړی او د عسکرو وژلو څخه لاس واخلی، په اسلام کې د بل مسلمان وژلو لپاره دې توجې او دلیل نه لټوی او د پردیو خبرې دی نه منی.
عسکر هم ددی خاوری بچی دی.

لونګ

افغان بودن او د دی خاوری بچی لکه ترکی ، کرزی ، کارمل ، نجیب غنی او نور چه د همدی خاوری بچی دی خپل ناموس ، خاوره او خپلواکی یی په نورو وپلورله قضایی مصونیت یی هم ورکړی دا چه د دی خاوری بچی او یا یی عسکر د دی خاوری بچی دی د امریکا د ګټو د پاره دی خبل مظلوم اولس او دخپلواکی غوښتونکی وژنی خیر دی ؟ که د چا ورور د چا په ناموس تیری کوی هغه یی ورور دی خیر دی د هغه د کورنی بچی دی ؟ دغه استدالال هم د بل خپلواک… نور لوستل »

غمی،پښتین

طالیبانو په فاریاب کی کالی بندی ،په سل ګونو خلک د لوږی سره مخا مخ ،بی بی سی راپورت ولولی،
د طالیب محترم مشرانو ته عرض،
ولسی خلک ته که لاره خلاصه کړی،سوشل میډیا یو ځل بیا د دین په ټیکدارانو پسی تبلیغ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x