افغانستان

طالبان: امريکا به مجبوره کړو چې له افغانستان څخه ووځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی چې ويلي وو امريکا د افغانستان قضيه حل کول غواړي؛ خو له دې هيواد څخه د عسکرو د ويستلو اراده نه لري.

د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس دا څرګندونې د ميليټري ټايمز په نامه يوې لويديځې رسنۍ ته کړې وې.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې اسلامي امارت د نظامي هلو ځلو سربيره له سياسي لارو څخه هم هڅه کوي چې امريکايي عسکر له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کيږدي او خپلې مشروع انديښنې رفع کړي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې امريکا ته فرصت ورکړل شوی دی چې که له سياسي او بې لګښته لارې څخه که غواړي له افغانستان څخه ووځي نو مونږ دا موقع ورکوو؛ خو که امريکا دا فکر کوي چې امريکايي عسکر به په افغانستان کې ميشت وي او دلته دې پاتې شي نو امريکا دې يو ځل بيا له سره په خپلو خبرو فکر وکړي.

طالبانو په خپله پخوانۍ وعده بيا ټينګار کړی دی او ويلي دي چې « موږ د جهاد له لارې نه ستړي کیږو او نه مایوسه کیږو،د اسلامي امارت مجاهدین به د وروستي امریکايي اشغالګر عسکر تر وتلو پورې خپلې مسلحانه مبارزې اوجهاد ته دوام ورکوي»

په اعلاميه کې امريکايانو ته د پخواني شوروي اتحاد او انګريزانو يرغل ورپه ياد شوی دی او ويلي یې دي چې امريکا بايد زمونږ تاريخ ولولي او عبرت ورڅخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

په یوه صورت کی هو. چی کله له روس او ایران څخه کمک تر لاسه شی او افغانستان په دوهمه سوریه تبدیل شی.

غوربندي

لونګ صاحب

د سوريې او افغانستان تر منځ ځمکه تر اسمانه فرق دی اګر که امريکايانو د خپلو لاسپوڅو او حزب اسلامي په مرسته داعش ته ډېر کار وکړ خو لله الحمد چې نامراده شول .

سره لدې چې وروستيو مظاهرو ته په کتو زمونږ هزاره وروڼه يوه ماشه هم نه دی هوښيار شوي او دا يي هيره ده چې د ايران لاس د غرونو په دې کلابند هېواد کې کله هم د دوی نجات ته نه شي رسيدای.

له بلې خوا روسان به کله هم دا غول ونه خوري چې په افغانستان کې بيا ځلې نظامي مداخله وکړي.

بسم الله

افغانستان کی د حق او باطل حکړه ده هیواد اشغال شوی ، څه د اشغال سره ملتیا او څه یی په مقابل کی قرار لری ، که اشغلګر خپلو پلویانو ته ډالر او مرمی ورکوی چه مونږ پری مړه کړی ښه کار کوی د اشغالګرو په ځای ورته جهانی ټولنه او یا مرستندویه ټولنه وایو او که د سیمی د اشغالګرو ضد هیوادونه د هغه بل اړخ سره مالی یا نظام مرسته کوی یو شمیر خوابدی کیږی؟ هڅی لری چه دی ته جلا جلا توجیه جوړی کړی په دغو توجیو به ساده خلک تیرباسی مګر پوهه خلک او الله ج… نور لوستل »

غمی،پښتین

الله ج د مولانا صاحب باندی رحم وکړی،وارثانو ته د الله ج د زړه صبر ورکړی،الله ج د د پښتانو اخری غم کړی،
راشی چه نور دا د غم ټغر ټول کړو،او په اخلاص سره د جګړی د حل لاره وګورو،ڼن مولانا صاحب شهید شو، صبا زموږ او تاسو نوبت دی،ولی په دا دنیا لږاوږد ژوند ونه کړو؟

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x