افغانستان

هلمند لپاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان د بې پيلوټه الوتکې برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): هلمند ولايت لپاره د طالبانو والي او مشهور جنګي قوماندان ملا محمد رحيم، چې په مولوي عبدالمنان مشهور و، د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.

طالبانو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ملا عبدالمنان د وژل کېدو پخلی کړی او د هغه وژنه يې ستره ضايعه بللې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې هلمند لپاره د خپل والي ملا محمد رحيم د وژل کېدو پخلی کړی، هغه يې غښتلی او د اشغال پر ضد زوړر قوماندان بللی دی.

طالبان وايي، چې د ملا عبدالمنان په وژل کېدو به د دوی مقاومت کمزوری نه شي، بلکې دوی به نور هم د ګډ حکومت او بهرنيو ځواکونو پر ضد خپل مقاومت ته زور ورکړي.

د هلمند ولايت چارواکو هم ويلي، چې ملا عبدالمنان د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې ټپي شوی او وروسته يې ساه ورکړې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې ملا عبدالمنان له خپلو دوو ملګرو جاويد  او حافظ راشد سره يو ځای د بهرنيو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

ملا عبدالمنان له تېرو لسو کلونو راهيسې هلمند ولايت لپاره د طالبانو نظامي مسؤول و، په خپله يې د جګړو مشري کوله، د هغه په مشرۍ طالبانو په هلمند کې ډېر پرمختګونه کړي وو او په طالبانو کې يې د خپلو کارنامو له امله ډېر محبوبيت درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

انا لله و انا اليه راجعون

تقبله الله

الله ﷻ دې لوړ درجات ورکړي

الله ﷻ دې يې تشه ډکه کړي

الله ﷻ دې مجاهدينو ته توفيق ورکړي چې د ياد شهيد غچ له يرغلګرو امريکايانو او د دوی له ذليلو باسپوڅو څخه واخلي، امين

مجاهد

انا لله و انا الیه راجعون . الله ج دی ورله شهادت قبول کړی ملګرو او کورنی ته د دهغه عیر حاضری محسوس نه شی. الله ج فرمایی کل نفس دایقته الموت ، هر ذیروح د مرګ څکونکی دی پرون لوی دجال ( ایج ډبلیو بوش ) د ۹۴ کالو په عمر مردار شو هغه مردار بوش نه یواځی د ریګن دوره کی ۸ کاله د جمهور ریس معاون او بیا یوه دوره خبله جمهور ریس او له هغه وروسته یی د هغه په شان بل خپیث زوی بوش د امریکا پاچاهی کړی د جان کینډی په قتل کی ددغه… نور لوستل »

pattang

الله پاک دي قهرمان شهید ته جنتونه ورکړي نوم به یې د نورو نومیالویو په دودتل زمونږ په مغزو اوزړونو کې لیکل شوی وي او له ياده به مو نه وځي ! الله پاک دې د شهید کورنۍ ته دزړه صبر ورکړي ، مونږ ټول مسلمانان او ازادي غوښتونکي انسانان د مولوي صیب په وژنه ددولتي امریکائی تروریستانو لخوا څخه ډیر غمګین یو او د امریکایانو ترور په کلکو تورویو غندو !! خو دا تیرور او وژنه به د ازادي غوښتونکو جنګیالویو احساسات نور هم را پورته کړي او دازادي قوه او مورال به یې نور هم لوړ شي !!… نور لوستل »

شهاب

انالله و انا الیه راجعون د جهاد د محکمې کلا لوړ برج, د افغانانو افتخار, د هلمند فاتح, د میک کرسټله تر میلره د ناټوګۍ د درجنونو جنرالانو ماتونکې غازی شهادت دې د نړۍ مجاهدو ولسونو, اسلامې امارت, درنې کورنۍ او د سنګر ملګرو ته مبارک شه. ستا شهادت نن بیا ستا د ملګرو شهید ملا بورجان, شهید ملا دادالله, شهید ملا عبیدالله, شهید ملا اخترمحمد عثمانې ,شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور, د کندز فاتح شهید ملا سلام اخند, شهید سیف الرحمن منصور, شهید بدرالدین او ددغې لاری د نورو ویاړلو غازیانو یاد را تازه کړ. الله دې ستاسو ټول… نور لوستل »

غمی،پښتین

الله ج د مولانا صاحب باندی رحم وکړی،وارثانو ته د الله ج د زړه صبر ورکړی،الله ج د د پښتانو اخری غم کړی،
راشی چه نور دا د غم ټغر ټول کړو،او په اخلاص سره د جګړی د حل لاره وګورو،ڼن مولانا صاحب شهید شو، صبا زموږ او تاسو نوبت دی،ولی په دا دنیا لږاوږد ژوند ونه کړو؟

غ.حضرت

سلام علیکم. زه په دوو مراسمو کی ډېر دیغېږم، د واده په مراسمو کی حتی یاد می دی چي پخپل واده کی لا سخت دیغ سوم او بل د فاتحې په مراسمو کی هم دیغېږم خو مجبور ته به وائې چي څو بجې دی (د خپلی فاتحې په مراسمو کی نه پوهېږم چه دیغ به سم که نه ).البته د جنازې په مراسمو کی په ډېر اخلاص ګډون کوم چه هم درس دی او هم ثواب. نه پوهېږم چه افسانه ده که حقیقت: جُنید بغدادی ته د سبحانه و تعالی لخوا الهام وشو چه وغواړه څه غواړې؟ جُنید شا و… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x