نړۍ

د بن سلمان په بلنه لومړنی عيسايي کشيش سعودي ته تللی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د مصر ارتودکسي مسيحيانو ويلي، چې لومړنی مسيحي کشیش د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په ځانګړې بلنه سعودي عربستان ته تللی دی.

د مصر پلازمېنه قاهرې په شمال کې د مسيحيانو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې مرقس مطران ايبار شية د سعودي پلازمېنې رياض په يوه پرمختللي سالون کې له لسګونو نورو کشيشانو سره شپې ورځې تېروي او په عين حال کې يې په سعودي کې د کلیسا شتون رد کړی دی.

مصري رسنۍ وايي، چې د مسيحي کشیش مرقس دا لومړی ځل دی، چې سعودي ته سفر کوي او هلته د نورو قبطيانو د احوالو او اثارو موندلو هڅه کوي او دغه سفر به يې د روانې مياشتې تر ۱۷مې نېټې پورې روان وي.

بل پلو د مصر الاسکندريه کې د مسيحيانو پاپ د مرقسية بطريرک دوهم تواضروس هم ويلي، چې د دوی مشر مرقس سفر سعودي ته د شاهي ماڼۍ او ولي عهد په ځانګړې بلنه ترسره شوی دی.

 د يادونې وړ ده، چې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د روان کال مارچ مياشت کې مصر ته د خپل سفر پر مهال د مسيحيانو له مشرانو سره ليدلي وو او د دوی مشر کشیش ته يې سعودي ته د ورتلو بلنه ورکړې وه.

له تېرو څو کلونو راهيسې، چې د سعودي واک عملا د محمد بن سلمان په لاس کې دی، په دغه هېواد کې يو اړخیز بدلونونه راغلي او سعودي ته له ګڼو هېوادونو د مسيحي مشرانو سفرونه ډېر شوي دي.

د تېر ۲۰۱۷ کال په نومبر کې هم بطريرک ماروني بشاره الراعي سعودي ته سفر کړی و، هغه ریاض ته خپل سفر «تاريخي» بللی و او هلته يې له پاچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان سره هم ليدلي وو.

همدارنګه د تېر کال په نومبر مياشت کې هم بن سلمان د امريکا انجيلي مسيحي پاپانو يو پلاوی رياض ته ورغوښتی و.

د دغه پلاوي مشري جويل روزنبرګ کوله، چې له اسرائيلو سره ښې اړيکې لري.

د مسيحي پاپانو په دې پلاوي کې مايک ايفانز هم و، چې ځان د صهيوني امريکايانو مشر مسيحي بولي.

جويل روزنبرګ امريکا ته له ستنېدو ورورسته رسنيو ته ويلي و، محمد سلمان له دوی سره ژمنه کړې، چې سعودي کې به د مسيحيانو کليساوې پرانيزي.

خو بل لور ته محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې د ديني علماوو او اسلامي شعائرو پر ضد کمپاين پيل کړی، سلګونه ديني علماء يې بنديان کړي، امر بالمعروف اداره يې کمزورې کړې او د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي و، چې زرګونه ديني علماء يې د افراطيت په تور له دندو ګوښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

که مسلمه امت سره يو نشی ، د پاک الله(ج) په رسۍ ځانونه ټينګ نکړي او د الله(ج) دکليمې لپاره جد و جهد ونکړي لدينه به نورهم ذليله وي او ليري نده چي حرمينو شريفينوته نيژدی به د مسيحو کليسا او د يهودو سيناګوګ جوړ کړي ، شنبه او يکشنبه به ئې رخصتی وي او پر آذان به ئې هم بنديز وي. ای مسلمه شه راپورته دکفارو تاخت وتاز دی ن ن دوی سره يو شويدي وتاته ي آواز دی د دوی مکرو فريب ډيردی هوښيار اوسه خطا نشی کارونه شيطانې کړي لوی ابليس د دوی استاذ دی مسلمان ئې… نور لوستل »

غ.حضرت

د بن سلمان اصلاحی پروګرامونه ډېر جدّی او چټک دی خصوصاً د ښځو د حقوقو د اِعادې په برخه کی.
سند غواړې؟
د بن سلمان د ښۍ لاس شاته یو عکس ته ځیر شه!
دا د بن سلمان مور ده چه د شاه سلمان پر شا سپره ده.
دې ته وائي چټک اصلاحات.

سیلاب

عربان به خپله عیاشی کوی. خپل تیل او سرمایه به د امریکا په خدمت کې ورکوی او د اسلام دعوه به کوی، خو په یمن سوریه فلسطین عراق او افغانستان کې به خلک خپل ژوند له لاسه ورکوی.
لعنت په عربستان شاهی کورنۍ باندی

غمی،پښتین

کاش موږ داسی مشر درلودی. موږبه افتخار په کاوه.موږ خو خپلو مشرانو ورک،سپک او څو ځایه خرڅ کړلو.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x