نارتن وريئرز پښتون لوبډلې ته په ماتې ورکولو د ټي ټين ليګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د ډيرن سيمي تر مشرۍ لاندې نارتن وريئرز لوبډلې د شاهد افريدي تر مشرۍ لاندې پښتونز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د لس اوريزو سياليو اتلولي خپله کړه.

نارتن وريئرز لوبډله چې په لومړي وار دغه ليګ کې شامله شوې وه يو شمېر ويسټ انډيزي لوبغاړي درلودل چې په زياتو منډو جوړولو کې به يې لوبډلې سره مرسته کوله.

په پايلوبه کې شاهد افريدي پچه وګټله خو ډيرن سيمي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۰ منډې جوړې کړې، ددوي لخوا رومن پاول ۶۱ چټکې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د پښتون لوبډلې لخوا انډري فليچر او شفيق الله شفق ښه توپوهنه پېل کړه، خو ورسته يې کوم لوبغاړی په زياتو منډو جوړولو ونه توانېد، ټولې يې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او د ۲۲ منډو په توپير يې سيالي وبايلله.

په ټي ټين ليګ کې تر ټولو زياتې (۳۲۴) منډې، زياتې (۳۳) شپږيزې د نارتن و يئرز لوبغاړي نيکلس پوران جوړې کړې، تر ټولو زياتې (۱۸) ويکټې د نارتن وريئرز لوبډلې توپ اچونکي هارډن ويلجوين واخيستې، د افغانستان لخوا زياتې منډې شفيق الله شفق جوړې کړې.

تېر وار د لس اوريزو سياليو اتلولي د ايون مورګن په مشرۍ کيرالا کينګز لوبډلې ګټلې وه، خو دا وار له پلی آف مرحلې څخه وړاندې بهر شوه. په يادو سياليو کې له لسو زيات افغان لوبغاړو ګډون درلود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د