د میټس څرګندونې د جګړې یو بل تعبیر

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې سره له دې چې په افغانستان کې سوله غواړي خو دمګړۍ له دې هیواده د خپلو سرتېرو ايستلو اراده نه لري.

د سولې په اړه د زلمي خلیلزد او نورو امریکايي سیاسي چارواکو د سوله ییزو هڅو ترڅنګ د امریکا د پوځي چارواکو دغه ډول څرګندونې په یو بل تعبیر د جګړې غزولو او سختولو معنی لري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پرشتون ټینګار دلته د جګړې له غزولو او توندولو پرته بل هیڅ مفهوم نه لري.

د پنټاګون دغه ډول جګړه ییزې څرګندونې په حقیقت کې د هغوی د بهرنیو چارو وزارت پر هغو ټولو هڅو د بطلان کرښه راکاږي کوم چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغان لانجې د هواري په غرض پیل شوی دي.

دا چې متحده ایالاتو په تیرو ۱۷ کلونو کې د پنځوس زره امریکايي سرتیرو او نړیوال پوځي او سیاسي حمایت سره سره په افغانستان کې خپل اهداف تر لاسه نه کړای شول اوس به یې د یو محدود شمیر مورال بایللو پوځیانو په وسیله څرنګه تر لاسه کړي ؟

د افغانستان لانجې د حل په اړه د امریکا د دفاع وزیر جیمس میټس څرګندونې او د هغوی د بهرنیو چارو وزیر پومپیو کړنې په حقیقت کې د افغانستان په اړه د امریکا د سیاسي تردد او دومخي سیاست ښکارندويي کوي.

هغوی په دغه ډول ضد ونقیض څرګندونو سره یو د بل تر سره کړي کارونه باطل او شنډوي چې دا په خپل ذات کې د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ د شنډ سیاست استاذولي کوي.

له بده مرغه امریکایانو دلته د اوولسو کلونو له تیرولو وروسته هم د افغاني ټولنې شرائط او شته واقعیتونه لا نه دي درک کړي.

همدا لامل دی چې هغوي په افغانستان کې په یوې اوږدې نه ګټونکي جګړې کې ښکیل دی او که هرڅومره نور په خپل شتون ټینګار کوي په هغومره پیمانه به یې ښکیلتیا اوږده او په نتیجه کې به یې دوی له ګڼو سیاسي ، امنیتي او اقتصادي مشکلاتو سره مخ کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میلمه
میلمه
میلمه

دا یهود دي او ډیر خطرناک دي، دوي کوشش کوي طالبان په یو ډول نه يوډول خطا باسي او د حکمتیار غوندي يي د سولي په نوم تسلیم کړي، خو زما په آند طالبان باید له یهودو سره په دي معامله کي له ډیره احتیاط او ځیرک تیا کار واخلي.