ایا د ملا منان وژل کیدل به د طالبانو پوځي فعالیتونو اغیزمن کړي؟!

نسیم (شاهد)

وړمه شپه، د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوي والي ملا عبدالمنان اخند د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

ملا عبدالمنان اخند له ۲۰۰۵ز کال راهیسې د هلمند لپاره د طالبانو والي و، چې د خپل مسؤلیت په موده کې یې د دې ولایت ډیری خاوره د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړې توګه برېتانویانو، او کورنیو دولتي عسکرو ته نا آرامه کړې وه.

د نوموړي تر مشرۍ لاندې، طالبان وتوانېدل چې تر نیمايي زیات هلمند ونیسي او په پاتې سیمو کې خپل نفوذ زیات کړي.

د نوموړي له لاسه ورکول له شکه پرته په پوځي لحاظ طالبانو ته ستره پوځي تشه ده، خو آیا طالبان به وتوانیږي چې د نوموړي په وژل کیدو سره دغه رامنځته شوې تشه ډکه کړي؟

که موږ د طالبانو د غورځنګ تاریخ ته وګورو،نو د پورتنۍ پوښتنې ځواب هو دی. ځکه طالبان توانېدلي چې تر دې په ډیرو نازکو شیبو کې د خپلو وفات شویو او یا وژل شویو مشرانو او پوځي قومندانانو پر ځای وړ کس پیدا او خپل مقاومت تر پخوا هم ورباندې چټک کړي.

د ساري په توګه، د طالبانو د غورځنګ د بنسټ ايښودونکي، ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته، اټکل کیده چې طالبان به د نوموړي بدیل پیدا نه کړاي شي او د نورو مقاومت کوونکو ډلو په څېر به په بېلابېلو ډلو و وېشل شي.

خو طالبان وتوانېدل چې د خپل لومړي مشر ملا محمد عمر مجاهد تر وفات وروسته په هماغه حساسه مرحله کې د نوموړي پر ځای بل مناسب کس وټاکي او د بهرنیو ځواکونو خلاف د مقاومت جریان په نورمال ډول پر مخ بوزي.

له څو ګوته په شمار کسانو پرته، ټول طالبان پر خپل دویم ټاکل شوي مشرملا اختر محمد منصور راټول شول، او د مقاومت بهیر تر مخکي لا په ښه ډول منظم شو.

همدارنګه، کله چې ملا اختر محمد منصور د امریکايانو په هوايي برید کې ووژل شو یو ځل بیا دا اټکل کیده چې طالبان به له فشار او د مشرتابه له تشې سره مخ شي.

خو دا ځل هم داسې ونه شول، او سمدستي یې درېم مشر مولوي هبة الله اخندزاده وټاکه چې د هغه په ټاکنې سره د شړېدو پر ځای لا متحد او ځواکمن شول ، او اوس یې دا دی د امریکايي څارونکو ادارو په اعتراف د افغانستان تر نیمايي زیاته سیمه تر واک او نفوذ لاندې ده.

د مشر تابه د تشې ډکولو ترڅنګ طالبانو همداراز ښوولې چې د پوځي قومندانانو مرګ یې هم پر لیکو منفي اغېز نه کوي.

د بیلګې په توګه د ۲۰۱۷ز کال په فبروري میاشت کې د کندز لپاره د طالبانو والي، ملا عبدالسلام اخند، د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ملا عبدالسلام اخند په شمال کې د طالبانو تر ټولو مهم پوځي مشر و چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ز کال کې کندز ښار دوه ځله له دولتي ځواکونو نیولی و.

توقع وه چې د ملا عبدالسلام اخند په وژل کیدو سره به طالبان په کندز ولایت کې خپل کنټرول وبایلي او سیمې به دولتي ځواکونه ترې ونیسي. خو دا توقع هم بېځایه وه، او دا دی کندز ښار اوس هم د طالبانو له لوري د سقوط کېدو له ګواښ سره مخ دی.

پورتنیو بېلګو ته په کتلو سره، نه ښکاري چې د ملا عبدالمنان اخند په له لاسه ورکولو سره دې په هلمند او جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر واک او فعالیتونو منفي اغېزې پرېوځي. بلکې د دې برعکس، دا امکان شته چې طالبان د خپل وژل شوي مشر په انتقامي غبرګون کې د هلمند پرمرکز لښکرګاه ښار د خپلو پوځي بریدونو څپه تونده او د دولتي ځواکونو د حاکمیت ساحه نوره هم ور وسکڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د