فاریاب؛ پولیسو درې کاله وړاندې تسلیم شوی پولیس نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي، هغه پولیس يې نیولی، چې درې کاله وړاندې په هلمند کې طالبانو ته تسلیم شوی و.

د فاریاب امنیه قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، میر احمد درې کاله وړاندې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده درلوده، چې له وسلې سره طالبانو ته تسلیم شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې هغه وروسته له تسلیمۍ د حکومت او بهرنیانو پر ضد جګړه پیل کړه، چې دوی میمنې ښار ته څېرمه نیولی دی.

د سرچینې په وینا دغه کس اصلاً د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې میمنې ښار ته په ننوتلو کې پېژندل شوی او نیول شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دا ښايي لوموړی ځل وي چې حکومت تسلیم شوی عسکر بېرته نیسي، تر دې وړاندې په ګڼو ولایتونو کې په تېرو څو کلونو کې سلګونو عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او له دندو تېر شوي دي.