
ناټو: د بروکسل راتلونکې ناسته کې به پر سوله هم بحث وشي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې سبا او بله ورځ (سه شنبه – چهارشنبه) د بروکسل ناسته ترسره شي، چې د نورو موضوعاتو تر څنګ به پکې پر سوله هم بحث وشي.
د ناټو د عممي منشي د ویاند مرستیال پیرز کزالي وايي، په دې دوره ورځنۍ غونډه کې به د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د پنځو نورو کلونو لپاره د افغان عسکرو د تمویل د بحث تر څنګ پر سوله هم بحث وکړي.
هغه ازادي راډيو ته وویل، غونډه کې به د جګړې پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې وشي، چې په وینا يې په دې وروستیو کې ګڼو ملکي وګړو او دولتي عسکرو ته پراخه مرګژوبله اوښتې ده.
د ناټو مرستیال ویاند وړاندې ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د سولې په تړاو هم د خپل ملاتړ ډاډ ورکړي.
دا غونډه شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې ژینو کې دوه ورځنۍ غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د روانې جګړې پر سیاسي حل ټینګار وکړ.
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل درېیم سفر پیل کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې هغه به پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عرب اماراتو او قطر ته سفرونه وکړي.
ټاکل شوې د بروکسل دې ناستې ته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم د یو پلاوي په ملتیا سفر وکړي.