افغانستان

نوماندانو د موازي پارلمان د اعلانولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې تېرو ټاکنو کې نوماندو کسانو یو ګډ ائتلاف جوړ کړی او تازه يې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون چارې ورته د منلو نه دي.

د دې ائتلاف مشر خواجه شفیق ويلي، که د ټاکنو کمیسیون يې غږ وانه وري، دوی به موازي پارلمان اعلان کړي.

هغه ټینګار کړی چې تر اوسه ورته د ځینو ولایتونو لومړنۍ اعلان شوې پایلې د منلو نه دي او باید کمیسیون ټولې رايې له سره وشمېرې.

ازادي راډیو د هغه له قوله لیکلي، که دې دوو غوښتنو ته چې رایې باید له سره وشمېرل شي او بایومټریک او غیر بایومټریک رايې سره بېلې نه شي، مثبت ځواب ور نه کړل شي، نو دوی به لاریونونه وکړی، کمیسیون به وتړي او موازي پارلمان به اعلان کړي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د سیاسي ګوندونو د لوی املي ائتلاف په نوم حرکت هم وویل، چې د ټاکنو کمیسیون چارې ورته د منلو نه دي.

ټاکنو کمیسیون تر اوسه د ځينو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې د رایې شمېرلو لپاره يې وړاندې یوازې بایومټریک اساس نیولی و، خو وروسته يې وویل چې د رایه ورکوونکو نوم‌لړ اساس دی او غیر بایومټریک رايې يې هم شمېرلې دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې ناندرۍ يې لا هم روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x