
د سمنګان چارواکي: تښتول شوي موټر چلوونکي خوشي کړل شوي دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سمنګان چارواکي وايي، په دې ولایت کې تښتل شوي موټر چلوونکي بېرته خوشي کړل شوي دي.
د سمنګان د ښکته درهصوف ولسوالۍ ولسوال ازادي راډيو ته ويلي، چې شاوخوا ۵۱ تنه موټر چلوونکي وړل شوي و، چې بېرته را خوشي کړل شول.
هغه وايي چې دا کسان طالبانو د دې ولسوالۍ په خوشدره سمیمه کې وړي و، چې د قومي مخورو په منځګړيتوب له خبرو اترو وروسته يې را پرېښودل.
وړاندې د سمنګان ولایتي چارواکو ویلي و، چې له دې موټر چلوونکو سره يې کلینران هم نیولي و، چې هغه يې سمدستې پرېښي و او موټر چلوونکي يې وړي و.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.