میدان وردګ؛ د صفر یو قطعې ځواکونو ته تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د میدان وردګ په سید اباد ولسوالۍ کې د صفر یو قطې ځواکونو د طالبانو له کمین سره مخ شوي او درانه تلفات يې لیدلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې جګړه د ملي خېلو سیمه کې وشوه، چې د صفر یو قطعې ځواکونو ګڼ وسایط تخریب شول.

طالبانو د جګړې پخلی کړی و ويلي يې دي چې د دې قطعې د عسکرو پنځه رینجر او څو هاموي ټانګونه يې بشپړ ویجاړ کړي دي.

دوی د ځاني تلفاتو په اړه دقیق څه نه دي ويلي، خو څرګنده کړې يې ده چې «ګڼ شمېر عسکر هم وژل شوي او ټپیان دي.»

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: «د معلوماتو له مخې د دښمن ګڼ شمیر جسدونه او د وسائطو پرزې د سړک په سر خواره واره پراته دي.»

تر اوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

صفر یو قطعه، هغه ځواکونه دي چې له بهرنیانو سره په ګډه په ګڼو شپنیو عملیاتو کې برخه لري او پر پراخو ملکي تلفاتو اړولو تورن دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

ډیر ښه ماشاالله رب دی دا بیناموسه کافره او د امریکا غلامه قطعه نیست او نابوده کړی انشاالله چی خدای به یی تباه کړی دا مرتداو بیغیرته ځواکونه.