
اشرف غني او دوستم ارګ کې پر سوله خبرې کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني له خپل مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره له ډېر ځنډ وروسته ناسته کړې، چې په اړه يې «لومړي معاونیت» جلا خبرپاڼه خپره کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې دې ناسته کې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګډون کړی و.
سرچینه زیاتوي چې دوی پر روان امنیتي وضعیت په تېره بیا فاریاب کې پر جګړهییز وضعیت او له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو بحثونه کړي دي.
د سرچینې په وینا په نظامي نقشه کې د فاریاب پر وضعیت ځانګړی بحث وشو او حالات يې وڅېړل شول.
په ورته وخت کې زیاتوي چې د سولې د خبرو اترو په اړه هم دواړو خواو دا تاکید درلود چې باید چټکې شي.
دوستم وروسته له هغه چې له ترکیې را وګرځيد، له محمد اشرف غني سره يې د لیدلو هڅه نه کوله، د حکومت د مشر او او دویم کس تر منځ له اوږدې فاصلې وروسته دا لومړۍ ناسته ده.