اربکی قومندان، نوید

امنیت شورا «نامسؤلو وسله‌والو» ته «مسؤلیت» ور سپاري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا وايي د نامسؤله وسله‌والو د قانوني کولو لپاره يې طرزالعمل جوړ کړی او د تایید وړ ګرځېدلی دی.

له دې شورا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د غزني، فاریاب او ننګرهار پر امنیتي وضعیت هم خبرې وشوې.

د سرچینې په وینا وپتېیل شوه، چې «نامسؤل وسله‌وال» به د حکومت رسمي سله‌وال ګرځي او د حکومت تر چوکاټ لاندې به جګړه پر مخ وړي.

حکومت هغه اربکیان چې له نږدې شپږو کلونو راهیسې يې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د «پاڅونوالو» په نوم مسلح کړل، نامسؤل وسله‌وال بولي.

دا ګام وروسته له هغه اخیستل کېږي، چې څو ورځې وړاندې حکومت مشهور اربکی قومندان علي‌پور ونیو او یوه ورځ وروسته يې بېرته خوشي کړ، هغه چې پر ناقانونه کړنو تورن دی، وړاندیز وکړ چې حاضر دی د حکومت په چوکاټ کې خپل «کار» ته دوام ورکړي.

له هغه وروسته تېره ورځ د کندوز یو اربکی قومندان نوید هم حکومت نیولی دی.

د امنیت شورا د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي: «په دې جلسه کې د غیر مسؤل وسله‌والو د قانوني کولو لپاره پر طرزالعمل او پالیسۍ هم مفصلې خبرې وشوې، د جلسې د غړو له نظریاتو اورېدورو وروسته دا پالیسي تایید شوه او وټاکل شوه چې د وروستۍ پرېکړې لپاره به د ملي امنیت شورا جلسې ته وړاندې کړي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د