نړۍ

عمران خان ته د ټرمپ ليک: طالبانو سره د مذاکراتو لپاره يې ترې مرسته غوښتې‎ ‎

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته ليک لېږلي او د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د ‏سولې په برخه کې له پاکستان څخه مرسته غوښتې ده.‏
عمران خان په اسلام اباد کې له ځينو پاکستاني خبریالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د امریکا ولسمشر ده ته ليک لېږلی او په دغه ليک ‏يې ترې غوښتنه کړې، چې د افغانستان بحران د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې برخه کې له امریکا سره مرسته وکړي.‏
د پاکستان لومړی وزير وايي، چې هېواد به يې د افغان سولې په اړه له امريکا سره هر ډول مرسته وکړي او هڅه به وکړي، چې طالبان د ‏سولې خبرو ته حاضر کړي.‏
د پاکستان لومړي وزير په داسې حال کې امريکا سره د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې، چې له تېر يوه کال راهيسې د امریکا او ‏پاکستان اړيکې ترينګلې دي.‏
امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مياشت په يوه ټويټر پيغام کې ويلي، چې پاکستان د ملياردونو ډالرو په مقابل کې امريکا لپاره هېڅ نه دي ‏کړي او اعلان یې کړی و، چې نور به پر پاکستان دغه مالي مرستې ودروي.‏
‏ د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ويلي و، چې د پاکستان پخوانيو واکمنو د امریکا جګړې لپاره پر خپله خاوره جګړه پيل کړې، په دغو جګړو ‏کې اويا زره پاکستانيان وژل شوي او زياته کړې يې وه، چې د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه کې له پاکستان څخه هېڅ هېواد ډېره قرباني نه ده ‏ورکړې.‏
عمران خان په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، چې هېواد به يې نور په پردیو جګړو کې ګډون ونه کړي او يوازې د سولې په برخه کې يې له ‏امريکا سره هر ډول مرستې ته تياری ښودلی دی.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همدرد منګل

یو ځل بیا یی خپل جهالت تکرار کړ. ولی د افغان ولس استازو او مکرچیانو سره په قطر کی سترګی نشی مخامخ کولی.
تر څو پوری چی پدی خره او خبره سپور وی دا وړۍ به شړی نشی.

جميل

يا دادی چي ټرمپ ډير احمق دی چي اوس هم لعين بوش او لعين اوباما غوندې له پاکستانه کومک غواړي چي له طالبانو سره مذاکرات وکړي او دا بل احمق(عمران خان) هم د کومک وعده ورکوي، دا نه ورته وايي چي مونږ خو د طالبانو سر ډيره ناځوانې او خيانت کړيدی او هغوی اوس مونږته د سپی ارزښت هم نه راکوي او د دوی بنديان مو هم ستا د نماينده په امر خوشي کړل کنه مونږ به په زندان کي وژلې وای ، او بل داچي د طالبانو سياسي استازې خو په قطر کي دي مستقيماََ خبری ورسره وکړه .… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x