افغانستان

کاپيسا کې د امريکايي عسکرو چينوک چورلکه رانسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ په ناليانو سيمه کې د طالبانو په يو بريد کې د امريکايي عسکرو چينوک هليکوپتر رانسکوره شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې راغلي چې دا چورلکه د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال وويشتل شوه کله چې يې ناستې ته ځان برابراوه.

مجاهد ويلي دي چې چورلکې له ويشتلو وروسته اور اخيستی او يوې ژورې کندې ته لوېدلې ده.

نوموړي ويلي دي چې په دې چورلکه کې ټول سپاره امريکايي عسکر وژل شوي دي خو د وژل شويو عسکرو دقيق شمير يې نه دی ښودلی، خو زياته کړې يې ده چې سيمې ته امبولانس او دفاعي الوتکې رسيدلي او مړي ليږدوي.

اعلاميه زياتوي چې دغه ډول هليکوپترې عموماً د چاپو پرمهال د امريکايي عسکرو له لوري کارول کيږي چې د ۴۰ څخه تر ۶۰ تنو عسکرو پورې د ليږد ظرفيت لري.

ذبيح الله مجاهد زياتوي چې په تيره يوه اوونۍ کې د ګډو ځواکونو دا دريمه هليکوپتر ده چې د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د دوی له لوري رانسکوريږي.

د سيمې عيني شاهدان هم وايي چې سيمه د امريکايي عسکرو له لوري له تيرو دوو ساعتونو راپه ديخوا کلابنده شوې ده او امريکايي امبولانس چورلکې خپل مړي او ټپیان انتقالوي.

تر اوسه په دې اړه د کاپيسا چارواکو او نه هم په افغانستان کې امريکايي عسکرو څه ویلي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mosam

الحمدالله

سیدګل اغابنوری

الحمدلله ثم الحمدلله * اللهم اهلك عدونا وعوك یارب العٰلمین * والسلام .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x