زلمی خلیلزاد د روسیې، قطر او پاکستان په شمول سیمه يیزو هیوادونو ته بیا سفر پيل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان شخړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا ځانګړی ‏استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی دی، چې په ترڅ کې په یې هغه پاکستان، افغانستان، روسیه، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عرب ‏امارات او قطر ته سفرونه کوي‎.‎

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هغه سره په پلاوي کې د امریکا د مختلفو ادارو استازي ملګري دي او د هغه سفر د ديسمبر له ۲مې پيل شوی او د روانې مياشتې تر شلمې پورې به روان وي.

په یاده موده کې به نوموړی د افغانستان ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، افغان جګپوړو چارواکو او هغو بهرنیو جهتونو سره وویني چې ‏غواړي د افغانستان د سولې پروسه کې مرسته وکړي او رول په کي ولوبوي‎.‎

تر دې وړاندې تېره مياشت هم خلیلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او نورو هیوادونو ته دوه ځله سفرونه کړي وو او له طالبانو سره یې هم په قطر کې دوه ځلې مخامخ ناستي کړي ‏دي، چې نوموړي يې په اړه خوشبیني ښوولې وه‎.‎

طالبان ټينګار کوي چې د افغانستان د شخړې د حل په موخه یوازي د امریکا سره خبرو ته تیار دي ځکه چې ټول واک او اختیار د هغوی په لاس کې ‏دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هیله څرګنده شوې چې دوی به د افغان سولې اړوند جهتونو سره په ګډه همکاري طالبان د افغان ‏حکومت سره خبرو ته وهڅوي‎.‎

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میلمه
میلمه
میلمه

امریکایانو د سولي په بهانه افغان ولس ټول تر تیغ تېر کړ، اوس يي همداسي لوبه را اخیستي. فکر نه کوم چي سوله دي وشي بس زما په آند د ولس او طالبانو د غولولو لپاره یو ګیم روان ده. که طالبان د سولي خبرو ترڅنګ جګړه تونده وساتي دا به د دوي لپاره ښه ټاکنه وی.

همدرد منګل
میلمه
همدرد منګل

د افغان ولس سترګو ته خاوری شیندل، دا خلک اوبه خړوی ماهیان پکی نیسی. پدی لوبی سره غواړی چی افغان ولس تر یوه وخته پوری په انتظار کی وساتی تر څو ښه ډیر وحشتونه دهشتونه او بمباری پری وکړی. له دوی نا د سولی طمعه لکه د نر حیټی چی بچۍ غواړی.
سوله څه ښکر نلری بس د امریکیانو شړل پخپله سوله ده.

جميل
میلمه
جميل

خليلزاد او ملګري يي بايد پدی پوه شي چي د علماوو خطا ايستل آسانه کارندی، سمدم موبستری تړی اوتښتی