افغانستان

 د کابل ښار شهر نو سيمه کې ډزې روانې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په زړه شهر نو سيمه کې سختې ډزې روانې دي.‏
د سيمې خلک او دوکاندران وايي، چې د ډزو له امله په خپلو دوکانونو کې بند پاتې دي او نه پوهيږي، چې څه ستونزه ده.‏
د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی، خو زياته کړې يې ده، چې ډزې د يوه جنجال له امله رامنځته شوي او سيمې ‏ته يې د مخالفينو د داخېلېدو راپورونه رد کړي دي.‏
افغان خبريال بلال سروري په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې عسکر د محکمې په امر د سيمې خلکو ته ويلي، چې کورونه خالي کړي، خو خلکو انکار کړی، چې له امله يې د ځايي خلکو او عسکرو ترمنځ نښته شوې ده.

يوې سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې  امنيتي ځواکونو غوښتل، د پخواني دفاع وزير رحيم وردګ کور تالاشي اوخالي  کړي، خو د وردګ ساتونکو پر پوليسو د پيکا ډزې کړي او نښته رامنځته شوې ده.

سيمه اوس هم د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او لا هم د پېښې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

چی کله حکومتی کسان د تلاشی امر ولری، بیا نو باید په آرامه فضا کی تلاشی وکړی ډزو ته څه ضرورت دی. دا ټول بدماشان او بد ماشانو لپاره صرف چمعه خان همدرد پکار دی چی د امنیه قوماندان شی.

غوربندي

هغوی څه کمالات لري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x