دمشق: بشارالاسد عادل صفرته دنده سپارلي ترڅو سوریه کي نوي حکومت تشکیل کړي

دبی بی سي خبریاله لینا سینجاب له سیمه څخه خبرورکوي چي د وژل شوو کسانو له ښخولو څخه وروسته په زرهاوو لاریون کونکو دحکومت په خلاف یو وار بیا په مظاهرو لاس پوري کړ او له ښاغلي اسد څخه یی دواک دپریښیدو غوښتنه کوله، سیاسي شنونکي وایی په سوریه کي رواني مظاهري اولاریونونونه داسد دکورني په ۴۰ کلن تاریخ کي تر ټولو دردونکي او ویره ونکي پیښه ده او ګمان کیږي چي روانه ستونځه به داسد کورني له سختو کړاوونو سره مخ کړي، په سوریه کي مظاهرو او لاریونونو هغه وخت زور واخیست کله چي دولت هغه زدکونکي ونیول چي ددرعا په ښارکي یی پردیوالونو باندی ددولت ضد شعارونه لیکل، لیکن بشارالاسد وایی چي دسوریی په روانو حالاتو کي بهرنیان لاس وهنه کوي.
بخت الرحمن بخت ……………………..نن ټکی اسیا