د ۲۰۱۸م کال يو ورځنیو سياليو کې زياتې منډې جوړونکي پنځه افغان لوبغاړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م کال د افغانستان لوبډلې لپاره په ځانګړي ډول په يو ورځنيو سياليو کې په زړه پورې و چې يو شمېر لاسته راوړنې يې درلودې.

په دغه کال کې افغان لوبډلې په اسيا جام کې په حيرانونکي ډول برياوې خپلې کړې او نورو سترو لوبډلو لپاره يې د خطر زنګ وواهه.

په اسيا جام کې يې سرېلنکا او بنګلديش ته ماتې ورکړه، د هند سره يې په زړه پورې سيالۍ مساوي شوه او پاکستان څخه يې په داسې حال ماتې وخوړه چې لوبه وروستي توپ ته پاتې وه.

ددغو برياو او په زړه پورې سياليو کې د توپ اچونکو ترڅنګ مهم رول د توپوهونکو هم و، چې ټاپ آرډر لوبغاړي يې ښه ځليدلي وو.

دغه لوبغاړو کې په لومړي نمبر رحمت شاه، دويم محمد شهزاد، درېيم محمد نبي، څلورم نجيب الله ځدراڼ او پنځم حشمت الله شهيدي دي.

ددوی له برخې تر ټولو زيات کامياب لوبغاړی حشمت الله شهيدي دی چې په کمو لوبو کې يې زياتې منډې په غوره اوسط ترسره کړې، همدا ډول نجيب ځدران هم په اوسط کې له نورو دريو غوره دی.

رحمت شاه: په ۲۰۱۸ کال کې يې ۲۰ لوبې ترسره کړي، ۳۸ اوسط سره يې ۷۲۲ منډې جوړې کړي، د يوې لوبې زياتې منډې يې ۱۱۴ دي، نوموړی په نړيواله کچه د ۲۰۱۸ کال لسم زياتې منډې جوړونکې لوبغاړی دی.

محمد شهزاد: په ۲۰۱۸ کال کې يې ۱۸ لوبې ترسره کړي، ۳۵.۷۰ اوسط سره يې ۶۰۷ منډې جوړې کړي، د يوې لوبې زياتې منډې يې ۱۲۴ دي.

محمد نبي: په ۲۰۱۸ کال کې يې ۲۰ لوبې ترسره کړي، ۳۰.۸۶ اوسط سره يې ۴۶۳ منډې جوړې کړي، د يوې لوبې زياتې منډې يې ۹۲ دي.

نجيب الله ځدراڼ: په ۲۰۱۸ کال کې يې ۱۶ لوبې ترسره کړي، ۴۱.۴۴ اوسط سره يې ۷۲۲ منډې جوړې کړي، د يوې لوبې زياتې منډې يې ۸۱* دي.

حشمت الله شهيدي: په ۲۰۱۸ کال کې يې يوازې ۸ لوبې ترسره کړي، ۵۸.۸۳ اوسط سره يې ۳۵۳ منډې جوړې کړي، د يوې لوبې زياتې منډې يې ۹۷* دي.

له بل اړخه په ۲۰۱۸م کال کې په يو ورځنيو سياليو کې راشد خان تر ټولو زياتې ويکټې اخيستونکی توپ اچونکی دی، چې په ۲۰ سياليو کې يی ۴۸ ويکټې اخيسي، ورپسې مجيب الرحمن په همدومره سياليو کې ۳۷ ويکټې اخيستي او په څلورم نمبر دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د