
طالبان وايي فراه کې يې ۹ امريکايي عسکر وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې د فراه ولایت په مرکز کې يې په هوايي ډګر توغنديز بريد کې ۹ تنه امريکايي عسکر او دوه افغان ژباړونکي وژلي دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې دا توغنديز بريد يې نن سهار شاوخوا لس بجې کړی دی چې په هوايي ډګر کې ميشتو عسکرو باندې لګيدلی او وژل شوي دي.
احمدي زياتوي چې امريکايي عسکر په هوايي ډګر کې په نظامي تمريناتو بوخت وو چې د توغنديز بريد ښکار شول.
د طالبانو وياند په دغه پيښه کې د ۹ امريکايانو او ۲ افغان ژباړونکو د وژنې سربيره زياتوي چې په دې بريد کې يو شمير عسکر ټپيان شوي هم دي.
په دې اړه تر اوسه د فراه چارواکو او يا هم په افغانستان کې د امريکايي عسکرو مسؤلينو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې نن ورځ په کاپيسا ولايت کې هم د امريکايي عسکرو يوه چينوک ډوله چورلکه د طالبانو له لوري رانسکوره شوې ده چې له په کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شميره يې معلومه نه ده.
سبحان الله خدای دی پکی برکت واچوی الله دی داوحشیان همداسی تباه کړی ډیر خوښ شوم.
الهی د دوی په تور ه تبه ونیسي داوحشیان هیڅ رحم نلري ! ظلم، سکنجه او وژنه ددوی میراث دي خو الله پاک د مسلمانانو ته بری او غیرت ورکړي چې دا لیوني وحشیان سمې لارې ته راولي.