افغانستان

روسيه: د امريکا په هوايي بریدونو کې دې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې څيړنه وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په هلمند او پکتيا ولايتونو کې د ګډو ځواکونو په بمباريو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو له وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په هلمند او پکتيا ولايت کې چې په نږدې يوه اوونۍ کې په ولسي وګړو بريدونه وشول بايد په دې اړه هر اړخيزې څيړنې وشي او مسؤلين يې عدالت ته وړاندې شي.

تيره اوونۍ په هلمند ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي وو، همدا راز تيره ورځ د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو په کورونو د نظامي عملياتو په ترڅ کې
اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.

اعلامیه زياتوي چې دا ډول بريدونو په افغانستان کې جدي انديښنې رامنځته کړي دي او په افغانستان کې يې د ناټو ځواکونو په اړه کرکې او نفرتونه زيات کړي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي چې ضمير کابلوف به د روانې ميلادي میاشتې په اوومه نېټه له زلمي خلیلزاد سره ګوري او په دې اړه به ورسره خبرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x