اشرف غني پر افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي تیریو د پلټنې امر کړی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۲ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ښځينه فوټبال پخوانیو او نویو لوبغاړو رسنیو ته د افغانستان فوټبال فدراسیون نارینه چارواکو لخوا د جنسي ځورونې په اړه سپینې خبرې کړې وې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د جنسي ځورونې دغه ادعاوې بې بنسټه بللي او دوی خپل چارواکي له دغو تورونو لرې ګڼي، خو د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» ته د رسیدلو راپورونو وروسته هم ددغو ناوړه پېښو په اړه د سختو پلټنو خبر ورکړی.

له دغو ادعاو او بېلا بېل راپورونو وروسته اشرف غني د افغانستان له لویې څارنوالی غوښتي چې د فوټبال فدراسیون پر فوټبال ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونو په کلکه پلټنه وکړي.

له ارګ څخه په خپاره شوې راپورونو کې اشرف غني دغه خبرونه زړه بوږنونکي بللي او لوبغاړو ته یې سپکاوی د «نه زغملو وړ» بللی دی.

نن دوشنبه د دیسمبر په ۳مه په ارګ کې د ملي اولمپېک مشر، لوی څارنوال او ځینو ورزشکارانو په ګډون ناسته ترسره شوه، په یاده ناسته کې اشرف غني وویل: «له مقام او موقفه ناوړه ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده او باید په ورزشي بنسټونو کې د بد اخلاقۍ ابعاد کنترول شي».

د لوی څارنوالی پلاوي ویلي چې ددغې تورونو پلټنو لپاره یې ځانګړی پلاوی ټاکلی چې پلټنې یې نن دوشنبه پېل کړې هم دي، او ډیر ژر به پایلې ته ورسیږي.

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزی د رسنیو پرمخ ښکاره کړې وه چې له ښځینه لوبغاړو ناوړه غوښتنې کیدلې، او په لوبډله کې د شاملیدو په خاطر به یې له دوی سره جنسي تیری کاوه.

مشهورې برتانوۍ ورځپاڼې ګاردین وړمه ورځ د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې په اردن کې د زده کړو پرمهال د افغان ښځینه لوبغاړو سره د افغانستان فوټبال فدراسیون نارینه چارواکو لخوا جنسي تیري کېدل، دغه راپور زیاتوي چې چارواکي به د لوبغاړو خونو ته ورتلل او ټوله شپه به یې ورسره تېروله.