نړۍ

زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د بحث لپاره اسلام اباد ته ر سېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد نن سه شنبه د پاکستان  پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

ښاغلی خلیلزاد له دوبۍ څخه اسلام اباد ته رسېدلی او  هلته به د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغانستان روانې اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو او له طالبانو سره د سولې په موضوع خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنيو چارو  وزارت ويلي، د خلیلزاد دغه سفر د روانې ديسمبر مياشتې له دوهمې پيل شوی او تر شلمې به روان وي.

هغه به د خپل سفر په ترڅ کې افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، ازبکستان، ترکمنستان، بلجيم او قطر ته ولاړ شي.

دا په تېرو دوو مياشتو کې سيمې ته د خلیلزاد درېيم سفر دی.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يو ليک لېږلی او په دغه ليک يې له هغه غوښتي، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې له امریکا سره مرسته وکړي.

عمران خان هم ويلي، چې د سولې په اړه به له امريکا سره مرسته وکړي، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، چې هېواد  او پوځ به يې  نور په پرديو جګړو کې ګډون نه کوي او نه به هم پر خپله خاوره د امريکا لپاره جګړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x