د غزني چاودنه کې ټپي شوی څلورم عسکر هم خپل ژوند له لاسه ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روان کال د نومبر د مياشتې په ۲۷ مه نېټه د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو په يو ټانګ چاودنه کې ۳ عسکر وژل شوي وو او څلورم يې ټپي شوی و چې هغه هم ساه ورکړه.

۲۴ کلن جيسن مککلري په افغانستان کې له ټپي کېدو وروسته د درملنې له پاره المان ته ولېږدول شو او هلته يې تيره ورځ د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د امريکا دفاع وزارت تيره اوونۍ په غزني کې د درې امريکايي عسکرو چې د اين سي د لومړني کنډک د د دريم ځانګړي هوايي ځواک غړي وو وژل کېدل تائيد کړي وو.

امريکايي چارواکو د نوموړي په وژنه خواشيني ښودلې ده او هغه يې د يو ښه او مسلکي جنګيالي په توګه ياد کړی دی.

نوموړی تر دې وړاندې د ۲۰۱۴ زيږديز کال د جنورۍ په مياشت کې عراق ته لاړ او هلته يې له دوه نيمو کالو دندې ترسره کولو ورسته بيرته امريکا ته ستون شوی و او څو مياشتې وړاندې افغانستان ته راغلی و.

د جيسن مککلري له وژل کېدو سره په افغانستان کې په روان ميلادي کال کې د امريکايي عسکرو د تلفاتو شمير ۱۴ تنو ته لوړ شو.

طالبانو ددې بريد مسؤليت منلی و.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

انشاالله دا وحشی بیناموسه یرغلګر به همداسی مورداریږی خو که لږ دا دامریکا غلامان او جاسوسان د اسلامی امارت ځواکونو سره مرسته وکړی دوی کی به قتل عام ګډشی که چیری دا په نوم مسلمان افغانان اسلامی امارت سره لاس یو کړی.
تر کله به دا په نوم مسلمانان د امریکا غلامی کوی او د امریکا تر امر لاند دذلت او خواری ژوند تیروی .
هیله می د اردو او پولیسو نه دا ده چی لطفا د امارت ځواکونوته خنډ کیږی مه پریږدی چی دا ګران افغانستان د یرغلګرو لپاره هدیره جوړه شی او د اسلام تاریخ په تاسی وویاړی.