افغانستان

طالبان: د غور والي نه دی وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تيره شپه يو شمير رسنيو د طالبانو له لوري د غور ولايت والي مولوي عبدالقيوم روحاني د وژل کېدو خبرونه خپاره کړل چې طالبانو يې په اړه غبرګون وښود.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې مولوي عبدالقيوم روحانی نه دی وژل شوی او نوموړی ژوندی دی.

قاري محمد يوسف احمدي ويلي چې دا د دښمن له لوري تبليغات دي او هيڅ داسې پيښه نه ده شوې.

احمدي زياتوي چې دښمن غواړي په دا ډول اوازو سره د خپلو عسکرو لوېدلې روحيې پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د تيرې شنبې په ورځ د هلمند له پاره د طالبانو والي مولوي عبدالمنان اخند د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی و.

مولوي عبدالمنان د طالبانو خورا پياوړی او مدبر قومندان و چې اوس يې د هلمند د والي او نظامي مسؤل په توګه دنده ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x