افغانستان

طالبان: افغانستان څخه د ناټو او امريکا وتل حتمي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ناټو د مشر د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی چې ویلي وو له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل به په ډيره لوړه بيه تمام شي.

د ناټو مشر ينس ستولتنبرګ تيره ورځ په بروکسل کې يوې خبرې ناستې ته ويلي چې په افغانستان کې پاتې کيدل زمونږ د خونديتوب په مانا دي او زياته يې کړې وه چې که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تلفات زيات دي خو له افغانستان څخه وتل به هم په لوړه بيه تمام شي.

د ناټو د مشر ددې څرګندونو په اړه طالبانو غبرګون ښودلی دی او ويلي يې دي چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل حتمي دي.

طالبانو ويلي دي چې د دوی اتلس کلنې مبارزې وښودله چې افغانان په هيڅ قيمت په خپل هيواد کې بهرنی اشغال او د پرديو نظامي شتون نشي زغملی.

طالبان وايي چې که امريکا او ناټو غواړي که نه غواړي له افغانستان څخه وتل يې حتمي دي، ځکه چې دا هيواد نه د امریکا دی او نه هم د ناټو او دا خاوره به له دوی څخه پاکيږي.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې افغانستان د چا له پاره ګواښ نه دی، نه افغانانو د چا پر ضد ګام پورته کړی دی او نه يې هم د چا په کورنيو مسئلو کې مداخله کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي «په افغانستان کې نظام جوړل، امن راوستل او د دې هیواد ودانول د افغانانو کار دی اوهيڅ بهرني اشغالګر قوت ته د دې اجازه نشته چې د افغانستان په مسائلو کې تصمیم ونیسي، مداخله وکړي او په اړه يې متصرفانه څرګندونې وکړي».

طالبانو ويلي چې د ناټو مشران باید له تيرو حالاتو څخه زده کړه وکړي او د جګړې اور ته د لمن وهلو څخه ډډه وکړي او بې مسئوليته څرګندونې ونه کړي، ځکه چې دا ډول څرګندونې په افغانستان کې د جګړې د اوږېدو سبب ګرځي چې د هيڅ لوري په ګټه نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دناټویانوروکفاروپه افغانستان کی پاته کیدل نه تنهادافغانانودپاره یوکینسردۍ بلکه دټولواسلامی هیوادودپاره یوکینسردۍ دوی زموږپه دین،کلتوراوټولوشئوناتوکی مداخله کوی دوی هیڅکله نه غواړی چه اسلام پرقراره اومتحد سی دوی انسانی شیطانان دی ،الله موږددوی له دوستۍ منع کړی یواوالله په قرآنکریم کی فرمایی هرڅوک چه له تاسوڅخه ددوی دست سی ددوی له جملی څخه دۍ دالله کلام دمسلمانانودپاره یوخبرتیاده که عمل پرونه سی الله موږذلیله کوی نوکه تاسوغوروکۍ دعثمانیانوخلافه دی شیطانانوپه فریب اوغلطوتبلیغوله منځه یووړه دغازی امان الله خاه حکومت دوی دلارنس په درواغجنوپروپاګنډوله منځه یووړۍ دداوودخان حکومت دخلکیانواوپرچمیا نوپه اشتراک له منځه ولاړۍ نوکه موږپرتیروتجربواودالله پرکلام عمل ونکوهیڅکله به نسوکامیابه غازی… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)

ماشاالله ډیر ښه او غاښ ماتونکی ځواب دی اشغالګروته مونږ افغانان ولګه خوښو خو د پردیو پلو چلو نه غواړو مونږ خپل اسلامی قانون لرو اواسلامی نظام لرو یرغلګر نن وی که سبا دا سپیڅلی خاوره به پریږدی او په خړو سترګوبه لدی ټاټوبی وځی انشاالله د افغانستان اسلامی امارت ځواکونو اشغالګروته ماتی وکړی او داسی ښکاری چی د خدای په توکل په وینو لړلی به له ګران افغانستانه وزی.

الحاج استاذ بیانزی

نن دی که صبا دی دا مال د زرغون شاه دی زما د معلوماتو له مخی د امریکایانو ستراتيژیک هدف د اسلامی نړی د څه نا څه اسلامی مقاومت له ځپلو وروسته به نړیواله شاهنشاهی تاسیسوی او د زمکی د دجالی خدایی دعوی به کوی خلکو ته به دجالی جنتونه او دوزخونه توزیع کوی . مګر دا چه افغانستان کی د استشهادی علاج ناپذیره مقاومت سره مخ شول. جورج بوش هم دا خبره کوله چه مونږ د استشهادی بریدونو پیش بینی نه وه کړی. اوس حیران دی نه شاته او نه مخی ته تللی شی د بن بست سره مخ… نور لوستل »

لونګ

دا استشهادی اصحابو هم کوله او که تاسی له هغوی څخه څه لوړتا لری؟ بله دا چی تر څو به د نورو په وسلو او پیسو لوبی کوی. الله مو ټول له دولت سره تابه کړی. خلک مو تباه کړل د ولس په قصه هیڅ څوک ندی خدای مو په غضب ګرفتاره کړه له استشهاری و انتحاری سره.

احمد

ستاسی ځواب د نشه توکو روږد شوو په شان دی که نیشه وی او که نیشی ته اړه لری ستاسی په شان ګډی وډی وایی، دعا به درته کوو نور څه ویلای شو

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x