افغانستان

ناټو: په افغانستان کې د خپلو هېوادونو د خوندیتوب لپاره جګړه کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ناټو وايي په افغانستان کې د دې لپاره جګړه کوي، چې د غړو هېوادونو امنیت يې تامین وي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ بروکلس کې خبري کنفرانس کې وویل په افغانستان کې پاتې کېدل زموږ د هېوادونو د خوندیتوب پر مانا دی.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د دوی له لوري د روزل شويو عسکرو او بهرنیو ملاتړو تلفات يې ډېر شوي دي.

سټولنټبرګ څرګنده کړه، په افغانستان کې پاتې کېدل درنو مالي او ځاني لګښتونو ته اړتیا لري، خو زیاتوي چې د وتلو پر وخت تر زیانونو به کم وي.

تېره ورځ طالبان وویل، چې غزني کې يې درې امریکايي عسکر وژلي، تر هغه وړاندې يې هم د غزني ښار ته څېرمه بمي چاودنه کې درې امریکايي عسکر ووژل، چې څلورم يې نن ومړ.

تازه طالبانو دا هم ويلي، چې فراه کې يې نهه امریکايي عسکر وژلي دي.

سټولنټبرګ پورته څرګندونې وړاندې تر هغه کنفرانس وکړې، چې پکې به د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران را ټولېږي.

دغه دوره ورځنی کنفرانس به نن پیل شي، چې د نورو مسائلو تر څنګ به پکې د افغان سولې اړوند هم بحث وشي.

د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه د ګډون په اړه څه نه دي ویلي، خو اټکل کېږي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني به د یو پلاوي په ملتیا پکې برخه واخلي.

ناټو په داسې حال کې د جګړې د دوام خبره کوي چې دوه ورځې وړاندې پنټاګون هم د سولې په برخه کې پر طالبانو د «همکارۍ» غږ وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x