افغانستان

د سید جمال الدین دارالمعلمین د استادانو اعتصاب اوه میاشتې اوږد شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د سید جمال الدین افغان عالي دارالمعلمین استادانو شاوخوا اوه میاشتې وړاندې درسي اعتصاب پیل کړ چې لا هم روان دی.

دوی د دې دارالمعلمین ارتقا غواړي او ټینګار کوي، چې باید لیسانس دورې ته پورته شي.

د امین سهاند په نوم یو تن استاد يې رسنیو ته ویلي، چې د پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت ورته نه د هو، ځواب ورکوي او نه هم د نه.

د دې دارالمعلمین محصلان وايي د دویم کال محصلانو ته به دوه میاشتې وروسته د فراغت اسناد ورکړل شي، په داسې حال کې چې ټول کال يې درسونه نه دي لوستي.

دغه دارالمعلمین چې د دوه نیم زره شاوخوا محصلان پکې پر زده کړو بوخت دي، تر سل کاله ډېره موده يې د پوهنې په برخه کې ځوان کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د پوهنې وزارت چارواکو ویلي، اعتراض د استادانو حق دی، خو د پروسې تطبیق ځنډ غواړي.

د دې وزارت ویاندې نوریې نهضت ویلي، دا پروسه وخت نیسي او په لوړو زده کړو وزارت پورې هم مربوطېږي، خو استادان بېړه لري.

د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین استادانو د روان کال د غويي میاشتې په ۱۸مه اعتصاب پیل کړ، چې لا يې هم د محصلانو پر مخ د تدریس او زده کړو پروسه پر ټپه ولاړه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x