څېړنه: تر ۶۰ سلنې ډېر نارینه سوله ممکنه بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل) د اسیا په نوم یو بنسټ د تازه څېړنې پر اساس وايي چې د خوښۍ، نا امیدۍ او راتلونکې ته د هیلو په پار يې له ګڼو کسانو پوښتنې کړې، چې ۶۰ سلنه نارینه او ۴۶،۵ سلنه مېرمنې پر دې باور دي چې سوله ممکنه ده.

دوی وايي له همدې امله په روان کال کې د خوشاله خلکو سلنه د نورو کلونو په پرتله لوړه ده، خو بیا هم شاوخوا شپېته سلنه افغانان خپلې راتلونکې ته په بد نظر ګوري.

د بنسټ په څېړنیز راپور کې راغلي چې یوازې ۳۳ سلنه خلکو ورته ویلي چې راتلونکي ته خوشاله دي، خو ۶۱ سلنه خلکو ويل چې د بې کارۍ، نا امنۍ او اقتصادي ستونزو له امله راتلونکي ته خوښ نه برېښي.

د اسیا بنسټ زیاتوي چې د دې څېړنې لپاره يې تر ۱۵زره ډېر کسان پوښتلي دي.

د سرچینې په وینا ۳۳ سلنه کسانو له حکومت ستوزنې ۶،۴ سلنه بهرنس مدخالې، ۴،۳ سلنه بې عدالتي او ۳۷،۶ سلنه کسانو اقتصادي ستونزې د خواشینۍ علتونه په ډاګه کړي دي.

اسیا بنسټ د جنسیتي توپیر پر اساس راتلونکې سولې ته هیلې ډېرې یادې کړې، چې نږدې نیمايي سلنه مېرمنې او ۶۰ سلنه نارینه پر سوله باور لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د