سرپل: پر صیاد ولسوالۍ برید کې امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د سرپل چارواکي وايي طالبانو په شپني برید کې د صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان او د هغه دوه ساتونکي ووژل.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني، نن (سه شنبه) رسنیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه پر یاده ولسوالۍ برید وکړ، چې قومندان عبدالمالک نظامي او ساتونکي يې پکې ووژل شول.

هغه وویل، چې طالب سرتېرو له څو اړخونو پر ولسوالۍ برید وکړ، خو د ولسوالۍ د سقوط او نورو تلفاتو په اړه يې څه نه دي ویلي.

طالبانو لا تر اوسه د دې پېښې پخلی نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د