افغانستان

د کابل د تيرې ورځې نښته پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کابل په شهر نو سيمه کې تيره ورځ غرمه مهال د تميم شنسب په نامه له يوه وسله وال سره د دولتي سرتيرو نښته رامنځته شوه چې څو شيبې مخکې پای ته ورسېده.

تميم شنسب چې د يو خصوصي شرکت مسؤل او د پخواني دفاع وزیر عبدالرحيم وردګ له نژدې کسانو څخه دی په يو داسې کور کې ميشت و چې حقوقي دعوه پرې وه، چې د محکمې له لوري ورته د تخليه کېدو امر شوی و خو نوموړي انکار کړی و.

دغه نښته چې نږدې ۲۴ ساعته يې دوام وکړ د تميم شنسب د وسله والو او حکومت د عسکرو ترمنځ روانه وه چې په کې د تميم
شنسب څو تنه وسله وال ټپيان شوي دي.

همدا راز په دې نښته کې تيره ورځ يو پوليس وژل شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي چې د يو بل پوليس روغتيايي وضعيت هم د انديښنې وړ ښودل شوی و.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند بصير مجاهد رسنيو ته ويلي دي چې تميم شنسب له خپلو اتلس وسله والو او ۱۵ ميله سپکې او درنې وسلې سره نيول شوی دی.

د کابل پوليس وايي چې سيمه کې وضعيت عادي دی او د حاجي يعقوب څلور لارې او شاوخوا سيمې اوس د خلکو د تګ راتګ له پاره پرانیستل شوي دي.

که څه هم تميم شنسب د افغانستان د دفاع پخواني وزير عبدالرحيم وردګ نژدې کس بللی کيږي خو د وردګ له دفتر څخه په يوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې نوموړی په دې مسئله کې لاس نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x